لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتیا:موټربم ځانمرګي برید کې ۵ تنه مړه او۲۰ نورټپیان شوي دي


په کابل کې د زيژنتون په ۱۰۰ بستریزهسپتال په ډله ییز وسله وال برید کې د روغتیا وزارت دمعلوماتو له مخې د نویو زیږیدلو ماشومانو او دهغوی دمیندوپه ګډون۲۶ تنه ولسي خلک شوي او۱۶ تنه نورټپیان شوي دي
په کابل کې د زيژنتون په ۱۰۰ بستریزهسپتال په ډله ییز وسله وال برید کې د روغتیا وزارت دمعلوماتو له مخې د نویو زیږیدلو ماشومانو او دهغوی دمیندوپه ګډون۲۶ تنه ولسي خلک شوي او۱۶ تنه نورټپیان شوي دي

دافغانتسان پکتیا ولایت په مرکز ګردیزښار کې نن سهار دفاع وزارت د تاسیساتو ساتنې په مرکز دموټربم ځانمرګی بردی شوی چې له امله یې زیاته مرګ ژوبله ولسي خلکو ته رسیدلې ده.

د دفاع وزارت د تندر قو ل اردو درسنیو مسئول جګړ ایمل مومند له ډیوې سره په خبرو کې وايي له چاودیدونکو توکوډک موټرکې ناست د ځانمرګي برید هدف په ګردیزکې دفاع وزارت دتاسیساتو دساتنې اداره وه.

مومند زیاته کړه ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو بارموټر یې د دفاع وزارت اړوند د تاسیساتود ساتنې ودانۍ ته نږدې چاودنه ورکړه چې له امله یې۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

دنوموړي په وینا په دې ځان وژونکي موټربم برید کې ۵ تنه دملي اردو سرتیري او ۱۵ تنه ولسي وګړی هم ټپيان شوي دي.

نوموړي وویل:((نن سهار اته نیمې بجې د حفظ تاسیساتو په تعمیر باندې یومازدا موټر چې انفجاري موادو څخه ډک وو برید شوی،په دې کې زمونږ ۵ ملکي وګړي وژل شوي ۱۴ تنه زخمیان لرو او ۵ تنه زمونږ نظامیان هم ټپیان شوي دي.))

جګړن ایمل مومند زیاته کړه دپیښې ټول زخمیان د قول اردو نظامي روغتون ته وړل شوي او دامهال تردرملنې لاندې دي.))

وسله والو طالبانو یې مسئولیت منلی دی.

دا برید په داسې حال شوی چې وړمه ورځ کابل او ننګرهار ولایت دخونړیوبریدونو شاهد و.

په کابل کې د زيژنتون په ۱۰۰ بستریزهسپتال په ډله ییز وسله وال برید کې د روغتیا وزارت دمعلوماتو له مخې د نویو زیږیدلو ماشومانو او دهغوی دمیندوپه ګډون۲۶ تنه ولسي خلک شوي او۱۶ تنه نورټپیان شوي دي.

په هسپتال له برید سره همهاله دننګرهار ښیوې ولسوالۍ کې دجنازې په مراسمو ځانمرګۍ برید شوی و او چارواکو ویلي و چې په دې برید کې ۴۳ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۸۵ نورټپیان شوي و.

افغان حکومت طالبان اود اعش ډله د دې دواړو بریدونو مسئول ګڼلي و طالبانو ویلي په دې بریدونو کې لاس نه لري خو دننګرهار دپیښې مسئولیت داعش منلی و.

افغانستان کې وروستیوخونړیوبریدونودنړۍاوسیمې پراخ غبرګونونه راوپارول ملګروملتونو دبښنې نړیوال سازمان،اروپايي ټولنې امریکا کاناډا پاکستان او ګنو نورو هیوادنو د دې بریدونوغندنه وکړه.

ولسمشر محمد شارف غني د دې بریدونو په غبرګون کې افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالت څخه تعروضي حالت ته وګرځي او پرطالبانو اود نورو ترهګرو ډلو پرضد عملیات پیل کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG