لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجشير کې يو پوليس اؤ 7 ځان وژونکي وژل شوي

  دپنجشير دوالي وياند عبدالکبير وثيق  ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې  هاغه  شپږ ځانمرگي بريدکوونکي  چې دپوليسو دريشۍ يې اچولې وې  دوالي دفتر ته ورننوتلي وؤ
دپنجشير دوالي وياند عبدالکبير وثيق ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې هاغه شپږ ځانمرگي بريدکوونکي چې دپوليسو دريشۍ يې اچولې وې دوالي دفتر ته ورننوتلي وؤ
دافغانستان په پنجشير صوبه يا ولايت کې دشورو په ورځ اوؤ ځان وژونکو دوالي په دفتر بريد کړى چې په دغه مهال دځان وژونکو اؤ افغان امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته کې 7 ځان وژونکي اؤ يو پوليس عسکر وژل شوى دى.
دپنجشير دوالي وياند عبدالکبير وثيق ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې هاغه شپږ ځانمرگي بريدکوونکي چې دپوليسو دريشۍ يې اچولې وې دوالي دفتر ته ورننوتلي وؤ.
هغه وويل امنيتي ځواکونو ددغو بريدکوونکو په ضد ځوابي کارروائي وکړه اؤ شپږ ځان وژونکي يې ووژل.
خو ددغو ځان وژونکو دجملې څخه يو تن ځان پخپله هم الوځولى دى.
دهغه وينا وه چې دپيښې دځايې څخه دبارودو څخه ډک يو گاډى هم لاسته راوړل شوى دى.
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت له لوري دجاري شوي يو بيان له مخې بريدکوونکو څخه دريوؤ تنو دوالي ددفتر دودانۍ په خلۀ کې ځانونه الوځولي اؤ نور عسکرو سره په نښته کې وژل شوي دي.
دکورنو چارو دوزارت په بيان کې وئيل شوي په دغه مهال دځان وژونکو اؤ افغان پوليسو ترمينځ نيم ساعت نښته شوې ده.
ددغه بريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى دى.
This item is part of
XS
SM
MD
LG