لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په نوي پارلمان کې د مشرتابه د ټاکلو پر سر، د جنجالونو وروستی صورتحال


د افغانستان د پارلمان (ولسي جرګې) وکیلان په تیرو درېیو ورځو کې په دې نه دي بریالي شوي چې د ولسي جرگې ریاست ته خپل مشر وټاکي.

نن د غونډې په درېیمه ورځ د ولسي جرگې د ریاست د چوکۍ پر سر د دوو کاندیدانو د پلویانو ترمنځ لفظی او فزیکې شخړه وروسته له هغې رامنځته شوه چې تیره ورځ د ولسي جرگې نگران مشر، د رایو له شمیرنې وروسته، میر رحمان رحماني بریالی اعلان کړ، خو د رحماني سیال، کمال ناصر اصولي نتایج ونه منل او ویې ویل چې له سره دې انتخابات و‍شي.

یو شمېر وکیلانو د رحماني د ټاکل کېدلو پریکړه د قانون خلاف وګڼله او ویې ویل چې گني پنځوس فیصده جمع یوه رایه یې نه ده گټلې.

په ولسي جرګه کې دکابل ولایت د خلکو استازي الله ګل مجاهد له ډیوې سره په خبرو کې وویل هغه څه چې د نن ورځې په غونډه کې د وکیلانو ترمنځ رامنځته شوې د قانون خلاف دي.

هغه وویل: «هغه وخت چې دپارلمان په تالارکې د وکیلانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه، مونږ په یوه جلسه کې مصروف و. وکیل چاړه نه وه راخیستې، هغه د پارلمان د رياست چکوش (سوټک) راخیستی و او د مقابل جانب کوم وکیل چاړه راویستې وه، وکیلان باید د عقل نه کار واخلي او هغه وکیلان چې قانون جوړوي نه باید خپله غیرقانوني کاروکړي.»

الله ګل مجاهد زیاته کړه وروسته له غرمې د یوشمیر بې طرفه وکیلانو اوهمداراز د پارلمان ریاست ته د دوو نوماندانو د ملاتړو وکیلانو د یوشمیراستازو ترمنځ ګډه ناسته چې د قانون خلاف غوښتنې په کې مطرح شوې، بې پایلې پای ته ورسیده.

مجاهد وویل: «هدف د دواړو خواوو د وکیلانو استازو دا و چې میررحمان رحماني دې د ولسي جرګې ريیس او کمال ناصراصولي دې دولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه په دې جرګه کې فیصله پرې وشي، خو بې طرفه وکیلانو دا غوښتنه رد کړه. په دې ټینګار وشو چې ریاست او معاونیت (مرستیالۍ) ته به د انتخاباتو د لارې مسئولین ټاکل کیږي.»

په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو استازی هلمند هلمند ډیوې ته ویلي د افغانستان ۳۳ ولایتونو وکیلانو استازو په شوې غونډه کې پریکړه وشوه چې سبا به دپارلمان ریاست لپاره د نویو کاندیدانو ترمنځ ټاکنې ترسره کیږي.

هلمند وویل: «مونږ دا نه غواړو چې د دوو تنو ترلاس لاندې ولسي جرګه ګروګان (یرغمل) پاتې شي خو دوی هم د ولسي جرګې غړي دي. نوتصمیم ونیول شو چې سبا ته رحماني او اصولي لیرې کیږي او نوي کسان به د پارلمان ریاست د ترلاسه کولو سیالۍ ته راوړاندې کیږي او هرهغه کاندید چې د قانون له مخې دې څوکۍ ته لار پیدا کړه، د پارلمان مشربه وي.»

د افغانستان پارلمان پس له څو میاشتو، بیا پرانیستل شوی او په دې نوي دور کې یې لومړی کار د مشرتابه ټاکل دي چې تر اوسه ترسره شوي ندي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG