لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مشورتي جرګه به د طالب قیدیانو او طالبانو سره د سولې په موضوعاتو غور کوي


افغان صدر اشرف غني تېر کال د لوی جرګې په مراسمو کې
افغان صدر اشرف غني تېر کال د لوی جرګې په مراسمو کې

د سولې مشورتي جرګه سبا د جعمې په ورځ شروع کیږي او په دریو مهمو مسایلو به خبرې وشي.

د تیرې مشورتي جرګې په اړه د جمهور رئیس راپور ورکول، د 400 طالب بندیانو په ازادولو مشوره او د سولې نه وروسته د طالبانو سره د راتلونکي جوړ جاړي په اړه د حکومت تګلاره هغه څه دي چې د سولې په درې ورځنۍ مشورتي جرګه کې پرې خبرې وشي.

ټاکل شوي ده چې په افغانستان کې د سولې مشورتی لویه جرګه سبا د جعمې په ورځ پېل شي، په دغه جرګه کې به د بیلابیلو اقوامو څخه شا خوا 3000 نفره ګډون کوي او په دریو مهمو موضوعاتو به بحث کیږي او حکومت ته به د سولې او د 400 هغه طالب بندیانو په اړه مشوره ورکوي چې حق العبدي دوسیې لري.

د سولې مشورتي جرګې د دایرولو کمیسیون د مطبوعاتو د برخې غړی عنایت الله صافی وایي چې د جرګې لپاره تیاریانې روانې دي د جرګې د غړو د راتګ پروسه پیل شوي ده او تر زرو نفر ټاکلي ځای ته رسیدلي دي او نن به د ورځې تر اخره څه د پاسه درې زره غړي پوره شي.

ښاغلي صافي وویل چې په دغه جرګه کې به د دوو نورو مسایلو تر څنګ 400 طابل بندیانو په خلاصون هم نظرونه تبادله شي"جرګه د دریو ورځو لپاره ده او پدې کې درې مهم موضوعات بحث کیږي،یو دا چې رئیس جمهور تیر کال په مشورتي جرګه کې دغې جرګې تعهد ورکړی وو په هغې به رئیس جمهور ګذارش ورکوي،همدا رنګه د 400 بندیانو په هکله به د دوی سره مشوره کیږي د خلاصون په اړه او دریم د سولې نه وروسته د طالبانو سره د راتلونکي جوړجاړي په اړه باندې د حکومت هغه ګامونه او د لارې نقشه حل کیږي"

د دې جرګې ګډونوال وایي چې دوی به به راروانه جرګه د عمومي عفوط غوشتونکي وي.

شمس مراد چې د دې جرګې ګډونوال دی وایي د هغه مشوره به دا وی چې یاد 400 بندیان دې خوشي شي"باید موږ یو او بل وزغمو له زغم پرته جوړجاړي ته نشو رسیدلی، زما هیله دا ده چط د ټولو زندانیانو لپاره دې عمومي عفوه اعلان شي، د سولې مشورتی جرګه دې حکومت ته مشوره ورکړي چې عمومي عفوه اعلان کړي تر څو خپل زغم مو نړیوالو ته ثابت کړی وي"

د دغې جرګې د جوړولو لپاره څه د پاسه درې سووه میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي دي.

صافی وایي چې دا تخمیني رقم دی خو دغه پیسې د دقیق نظارت لاندې مصرفیږي او شاید ټولې مصرف نشي.

پر جرګې دا انتقاد هم شته چې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ چې څلورنیم میلیونه ډالر کېږي، لګښت پرې راځي، خو مسؤلین‌یې وايي، د جګړې لګښتونو ته په کتو دا کم لګښت دی او دوی یې حساب کتاب ته چمتو دي>

طالبانو ددې جرګې د راجوړیدو سره اختلاف ښکاره کړی اؤ د طالبانو ویاند دمخه پخپل یو بیان کې ویلي چې ترڅو دبندیانو دتبادلې بهیر اؤ دسولې نور نیمګړي اړخونه پائ ته نه وي رسیدلي ترهغې دا جرګه هیڅ ارزښت نه لري>

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG