لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د سولې لپاره باېد افغان حکومت او طالبان نرمي وښايي – سیاسي څېړونکي


د افغانستان د چارو څېړونکي وايي د امریکا او طالبانو ترمنځه د لوظنامې وروسته اوس د سولې د بین الاافغاني خبرو دپاره په کار ده چې باېد دواړه خواوې په خپلو دریځونو کې نرمي وښيي.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني وياند صدیق صدیقي د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي د طالبانو لخوا حکومت ته د ورکړی شوي ۵۰۰۰ طالبانو په فهرست کې شامل قریب ۶۰۰ تنه نه خوشي کوي او دریځ یې خپل کړی چې دغه بنديوان د بېلابيلو جرمونو په تورونو کې نيول شوي د طالبانو سره یې کومې اړیکې نشته.

خو د طالبانو وياند سهېل شاهين په يو ټويټ کې ویلي، د طالبانو د مذاکراتي ډله بېن الافغاني خبرو ته ژمن دي خو چې کله د بنديانو خوشي کېدل مکمل شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د چارو کارپوه او خبریال طاهر خان د وي او اې ډیوه په خپرونه کې وویل چې یوه خبره اوس څرګنده شوې ده چې امریکا د افغانستان نه د وتلو مهال وېش اعلان کړی او عمل یې پرې هم پېل کړی دی. اوس د سولې خبره افغانانو ته پاتې شوې ده.

طاهر خان وايي که افغان حکومت او طالبان د بندیانو خوشې کولو په اړه پخپلو دریځونو کلک وي نو دی نه ویني چې بین الافغاني خبرې به پېل شي.

هغه وویل که افغان حکومت انس حقاني دهغه ماما مالي خان او ورسره د حقاني ډلې حافظ عبدالرشید د زندانه خوشې کولی او بیا انس حقاني په خصوصي الوتکه کې قطر ته وړلی شي نو د باقي طالب بندیانو خوشې کولو کار به دومره مشکل جوړ نه کړي.

طاهر خان د ټولو بندیانو خوشې کولو وروسته د بېن الافغاني خبرو اترو پېلولو په اړه د طالبانو دریځ ناسم بلي او وايي په دغه خبره افغان حکومت ځکه ګرم او ذمه وار نشي ګڼلی کېدی چې حکومت خو تر ۳۵۰۰ زیات طالب بندیان خوشې کړي دي باېد نور طالبان هم نرمي خپله کړي د باقي پاتې بندیانو مسله په خبرو اترو کې هواره کړي.

طاهرخان زیاتوي چې افغان حکومت او طالبانو له به د جنګ له سوچ نه راوتل او د سولې فکر خپلول وي. ګنې که نرمي نه ښايي نو بیا به جنګ یاتېږي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي څېړونکی اسماعیل یون وايي چې د سولې په لړ کې په تېرو پنځلسو کلونو کې د سولې لپاره یوازې عالي شورا، د سولې وزارت او اوس دسولې او ملي مصالحې عالي شورا غوندې ادارې جوړې کړی شوې او ورله داسې جنګي سالاران یا د طالب مخالفه مشران یا بیا غېر مسئوله ذمه واران وټاکلی شول چې هغوي د سولې په لړ څه هم کار ونکړی شو.

د ډیوه روانو چارو په خپرونه کې څېړونکي اسماعیل یون وویل چې دده په فکر د سولې لپاره همېشه جرګه ماران کار کولی شي جنګ سلاران دا عمل په وړاندی نشي بوتللی.

اسماعیل یون د خپل دریځ په دلیل کې وايي کوم خلک چې داوخت په واک کې دي هغوي به سوله نه غواړي ځکه چې دوي به ګڼي د واک موده به یې ختمه شي. دغه رنګه طالبانو کې هم کېدی شي داسې خلک وي چې د سولې په روان بهیر به جوړه خپله دبدبه دلاسه نه ورکول غواړي.

نن د نهې ـ سه شنبې په ورځ دافغان دولت په کوربه توب د چین، پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ درې اړخیزه ویډیوي غونډه شوې ده چې پکې د طالبانو نه غوښتنه شوې باېد د تاوتریخوالي په کمولو سره بین الافغاني خبرو او اوربند ته لاره هواره کړي.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم کابل کې په افغان سوله د سیمه ییزې اجماع پیاوړې کولو دپاره همدغسې یوه غونډه شوې وه چې پکې دبین الاافغاني خبرو په زر پیلولو ټینګار شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG