لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمدالله محب:که طالبان سوله نه غواړي نو بیا دجګړې دمیدان قهرمانان هم لرو


دافغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب طالبانو ته په مخاطبه ویلي که دوی سوله نه کوي، بیا د جنرال رازق په څېر قهرمانان لرو چې دښمن ته دا ښودلی شي، چې دا هیواد موږ ته چا په خیرات کې نه دی راکړی.

د جمعې په ورځ دکندهار دپخواني وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرزاق د دوهم تلین په نمانځغوڼډه کې ښاغلي محب وویل موږ سوله غواړو خو د هغه چا سره سوله غواړو چې ځان افغان ګڼي.

محب زیاته کړه"مونږ دهغه چا سره سوله غواړو چې دهیواد خلکو ته په عزت ګوري،په یخه هوا کې ۱۲ زره هلمندیان له کورونو نه بې ځایه کوي ،زموږ پلچکونه نه ورانوي،د روښنايۍ او تعلیم یو بنسټ او یو مرکز هم ورته کافر نه ښکاري"

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د سترپاسوال عبدالرازق دوهم تلین مراسمو کې وویل افغانان هغه سوله غواړي چې ټولو ته د منلو وړ وي، نوموړی زیاتوي طالبان د جګړې په زور نه شي کولای خپلو موخو ته ورسېږي

سیاسي شنونکي وایي د جګړې ښکیلې دواړه غاړې په یو او بل باور نلري او د بې باورۍ فضا د دې لامل شوې چې جګړه مخته یوسي او د جګړې په زور د ځان ته امتیاز تر لاسه کړي

سیاسي شنونکی او د پوهنتون استاد هدایت الله پکتین وایي" په افغانستان کې د سولې خبرو سره هم مهاله د جګړې ښکليل لوري هڅه کوي تر څو سوله کې بری یا امتیاز د جګړې له لارې تر لاسه کړي او په جګړه کړه کې مقابل لوري او نړیوالو ته دا وښایي چې موږ افغانستان کې جګړه ګټونکی یو"

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د جګړې دواړه غاړې په یو او بل باور نلري د بې باورۍ فضا د دې لامل شوي چې دوی جګړې ته مخ کړي

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون ماښام په ټویټر لیکلي چې ده او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر له طالبانو سره په څو غونډو کې منلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدلو اقدامات باید له سره تنظیم شي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم ویلي دي چې د طالبانو د مذاکراتي ټيم مشر مولوي عبدالحکیم د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او جنرال سکاټ ميلر سره په تېرو څو ورځو کې ناستې کړې دي او دواړو لورو د توافقنامې پر اهميت ټينګار کړی او د ښه عملي کېدو په اړه يې بشپړې خبرې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ دسولې موافقه د فبروري په ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شوې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG