لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د سولې په بهیر کې د نوي مشورتي بورډ جوړېدل او اغیزې یې


په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو دپاره کوښښونه گړندي شوي او په دې لړ کې، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د عالي شورا او د حکومتي مرکچیانو ترڅنگ، یوه درېیمه ډله هم جوړه کړه چې هغه به د سولې په خبرو کې د مشورو ورکولو مسئولیت پرغاړه لري.

دا ډله چې د سولې مشورتي عالي بورډ نومیږي، د ولسمشر (صدر) د فرمان له مخې، دنده لري چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه رغنده سلا مشورې ورکړي، او د سولې د ممکنه خبرو اترو بهیر وڅاري.

په دې بورډ کې، چې غونډې به یې د خپله ولسمشر غني او نورو حکومتي چارواکو په شتون کې ترسره کیږي، یو شمیر سیاسي مشرانو، پخوانيو جهادي مشرانو، مخورو، او ټولنیزو فعالانو ته ځای ورکړل شوی دی.

د سولې مشورتي عالي بورډ، ټولټال نهه کمیټې لري چې په ترکیب کې یې دوه پخواني ولسمشران حامد کرزی او صبغت الله مجددي، پخواني جهادي مشران گلبدین حکمتیار، عبدرب الرسول سیاف، سید حامد گیلاني، محمد کریم خلیلي، شیخ آصف محسني، او ځیني نور سیاسي کسان لکه محمد اسماعیل خان، عطا محمد نور، امرالله صالح، او نور وگړي شامل دي.

په دې بورډ کې یوازې دوه ښځې شاملې دي چې یوه یې آمنه افضلي او بله یې صدیقه بلخي ده. ځینو منتقدینو د حکومت پر دې کار نیوکې کړي چې گني د سولې په اړه یې ښځو ته د مشورې ورکولو دپاره موقع نه ده ورکړې. خو حکومت بیا وایي چې د بورډ د نهو کمیټو د غړو لېست لا تر اوسه نه دی بشپړ شوی.

مخکې تر دې، ولسمشر غني له طالبانو سره د ممکنه مذاکراتو د پاره یو ټیم اعلان کړی و چې په کې ټول د حکومت غړي شامل و. د دغو مرکچیانو لېست چې اعلان شو، د حکومت ځینو سیاسي مخالفینو انتقاد وکړ او ویې ویل چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې باید یواځې دولتي کسان نه وي شامل، بلکې ولسي او سیاسي مشران، او پخواني جهادي شخصیتونه دې هم په کې شامل شي. خو حکومت پر دې ټینگار کوي چې د سولې مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ د حکومت او طالبانو ترمنځ وي.

د دې لپاره چې د سولې مذاکراتو کې له حکومت څخه بهر شخصیتونه او سیاسي مشران هم په دې بهیر کې راگډ کړي، ولسمشر غني د سولې مشورتي عالي بورډ جوړ کړ.

د افغان حکومت یو سیاسي منتقد او د افغانستان د استخباراتو (اېن ډي اېس) پخوانی مشر امرالله صالح چې په دې بورډ کې شامل گرځول شوی، پر خپل ټویټر لیکلي:

"دا یو شمیر د سولې استازو، کمیسیونونو، بورډونو، او نوښتونو ته چې وکتل شي، سړی حیرانیږي چې دا ټول د افغانستان د سولې په لټه کې دي او که د افغانستان د یوې ټوټې په لټه کې. تر اوسه څرگنده نه ده. نن سبا د یو روښانه تگلارې او پالیسۍ پر ځای، ابهام زیات دی."

خو له دې خبرې سره سره، ښاغلي صالح په یو بل ټویټ کې لیکلي چې "که د افغان حکومت مشران مو خوښیږي او که نه، حکومت باید له نظره ونه ایستل شي او نه هم باید داسې چلند ورسره وشي چې گني کوم کم ارزښته عامل دی".

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG