لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د جهاز غورځېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي


د غزني ولایت مرکز
د غزني ولایت مرکز

د افغانستان په غزني ولایت کې یو جهاز غورځېدلی دی او په ولایت کې د سره صلیب یا ریډ کراس امدادي ادارې مشر سید عبدالمجید سادات ویلي په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او غورځېدلي الوتکه د یوې کمپنۍ وه.

د افغان حکومت مامورینو وویل جهاز د غزني د ده یک ولسوالۍ د سیدو خیلو سیمه کې دتخنیکي ستونزو له امله د گل، دوشنبې، په ورځ نن شاوخوا یوه بجه پرېوتو.

دغه سیمه د طالبانو د ولکې دلاندې ده نو ځکه سیمې ته د امدادي کارکوونکو رسايي گرانه گڼل کېږي او د تلفاتو د کره شمېرو په اړه هم چارواکو لا څه نه دي ویلي.

سره صلیب یا ریډ کراس ته په اکثر وختونو کې د طالبانو د ولکې لاندې سیمو ته رسايي ورکړی کېږي.

په غزني کې د سره صلیب مشر سید عبدالمجید دا ونویل چې ایا د ادارې کارکونکي د جهاز د غورځېدو ځای ته رسېدلي دي او که نا؟ او دا چې د پنځو کسانو د مړه کېدو رپورټ یې څه ډول ترلاسه کړی دی؟

د پېښې په اړه لومړیو رپورټونو کې وېل شوي وو چې په غزني کې غورځېدلي الوتکه د افغانستان د اریانا کمپنۍ د مسافرو هوايي جهاز و خو د اریانا سرپرست میرویس مرزکوال له وي او ای ډیوې سره په خبروکې داریانا افغان هوايي شرکت دالوتکې د غورځیدو خپاره شوي راپورنه رد کړل.

نوموړی وویل داریانا افغان هوايي شرکت دوه الوتکو چې یوې له هرات نه کابل ته پرواز درلود اوبلې له کابل څه نوی ډهلي ته چې دواړه خپل منزل ته رسیدلي دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې یو چارواکي د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي په غزني کې غورځېدلی جهاز د مسافرو د لېږد الوتکه نوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG