لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې یو سرمایه کار او حکومتي چارواکي د غټ فساد په تور ونیول شول


د افغانستان حکومت د شورو/چهارشنبې په ماښام اعلان وکړ چې یو لوی ټیکه دار یې چې افغان پولیسو ته یې خواړه وررسول، د شپږ سوه میلینه افغانیو (اوه نیم میلینه ډالرو) د غلا کولو په تور نیولی دی. حکومت دا هم وویل چې د دې ټیکه دار نه علاوه یې د داخله وزارت ٢٢ کارکوونکي هم نیولي او د یاد وزارت پر درېیو مهمو چارواکو هم د هیواده بهر سفر کولو پابندي لگیدلې ده.

د کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د یوې خصوصي کمپنۍ مشر حاجي رسا او یو شمیر حکومتي چارواکو، په لسو ولایتونو کې افغان پولیسو ته د غوښې رسولو په یوې ټیکې کې درغلي کړې او په میلینونه ډالرې یې غبن کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه ټول کسان یې د اسنادو او شواهدو په موجودیت کې نیولي دي.

ویل کیږي چې افغان پولیسو ته په دې ولایتونو کې د غوښو د رسولو ټیکه، خواوشا پنځلس میلینه ډالرو باندې حاجي رسا ته ورکړل شوې وه. د افغانستان ځایي مطبوعات وایي چې په دې غبن کې، چې ویل کیږي تېر کال ترسره شوی، د یو شمیر ولایتونو د پولیسو مشران هم لاس درلود.

د افغانستان د کورنیو چارو نگران وزیر چې کله په لومړۍ ورځ د خپلې دندې سوگند پورته کاوه، نو د نورو خبرو ترڅنگ یې دا ژمنه هم کړې وه چې د پولیسو د خوراکي توکو د غلا مخه به نیسي او له هغو سره به هماغسې چلن کوي چې له تروریستانو سره کیږي.

افغانستان یو له هغو ملکونو څخه دی چې په کې فساد زیات دی، او دا شکایتونه مخکې شوي و چې پولیسو ته په ماړه نس خواړه نه رسیږي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG