لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناامني به ١٩٠٠٠٠ افغان ماشومان د پولیوڅاڅکو نه بې برخې پاتې کړي


دافغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۹ اعشاره ۹ میلیونو ماشومانو لپاره د پولیو سرتاسري کمپاین پیل شو.

دروغتیا وزارت ویلي یولکه نوې زره ماشومانوته د نا امنیو او جګړو له امله په دې روان کمپاین کې د پولیو قطرې نه شي رسیدلی.

دعامې روغتیا وزارت د پولیو پروګرام دعامه پوهاوي د څانګې مشر میرجان راسخ وویل، دپولیو کمپاین چې د گل، دوشنبې، د ورځ نه یې لومړي ورځ وه دپنځو وروځو لپاره به دهیواد په ۳۴ ولایتونو کې دوام ولري او نهه اعشاره نهه ملیونو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، دپولیوناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کیږي.

هغه وویل "نن دپولیود کمپاین سرتاسري اوله ورځ ده اودعامې روغتیا وزارت لخوا پرانیستل شو، د پنځه ورځنۍ کمپاین پرمهال دافغانستان په ټولو ولایتونوکې پرته د ۴۱ ولسوالیو چې هغه سړې سیمې دي او په دې کمپاین کې نه دي شاملې نهه اعشاره نهه میلیونه ماشومانو ته دپولیو څاڅکي روسول کیږي."

هغه وویل دپولیو روان کمپاین په ټول هیواد کې د ۶۸ زره کارکوونکو په مرسته پلۍ کیږي.

راسخ ناامني د پولیوپروګرام پروړاندې ستر خنډ وباله او ویلي دی چې دهیواد دپنځو ولایتونو په پنځو ولسوالیو کې د ناامنیو له امله به له روان کمپاین څخه یو لک نوې زره ماشومان بې برخي شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه " د ناامنیو اودمخالفینود نفوس له وجې د کندهار خاک ریز،دغزني قرباغ ،دپکتیا برمل،د فراه بکوا اود جوزجان په درزاب ولسوالیو کې دپولیوروان کمپاین نه شي عملي کیدلی او په مجموع کې کوم ارقام چې مونږ ترلاسه کړي یو لک نوي زره ماشومانوته دکمپاین په جریان کې دپولیو واکسین نه شي رسیدلی."

نوموړي وویل دکندهار شاه ولي کوټ ولسوالۍ چې په تیرو کلونو کې دنامنیوله امله دپولیو کمپاین ورته نه شو رسیدلی او په روان میلادي کال کې دپولیو دوه مثبتې پیښې په کې هم رامنځته شوې وې داځل دپولیو روان کمپاین ترپوښښ لاندې نیول شوی دی.

دپولیو دعامه پوهاوې د برخې مشر راسخ ویلي ،هغه سیمې چې نامه امنه دي ،یوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته دخلکو د تګ راتګ په لارو ،دسرې میاشتې په همکارۍ اوپه نامه ساحو کې دموجودو پولیو مرکزونوکې ماشومانو ته د پولیو څاڅکو درسولو هڅه کیږي خو له عمومي کمپاین څخه بې برخي دي.

په هیواد کې دپولیو سرتاسري کمپاین نن په داسې حال کې پیل شو چې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دپولیو ۱۴ مثبتې پیښې رامنځته شوې دي چې ۷ یې په کندهار ،درې په ننګرهار،دوه په هلمند ،یوه په زابل او یوه په کندز ولایت کې ثبت او راجسټرشوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG