لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عطا محمد نور په کابل کې د حکومت پرضد احتجاج وځنډولو


افغان صدر اشرف غني او د عطامحمد نور د یوې ناستې تصویر

د افغانستان د بلخ ولایت پخواني والي عطا محمد نور ویلي په کابل کې یې د حکومت خلاف احتجاج وځنډولو.

عطامحمد نور د تېرو ١٣ ؤ کلونو راهسې د بلخ د والي په توگه خدمات ترسره کول. خو تېر کال د ډسمبر په میاشت کې صدر اشرف غني هغه د خپلې څوکۍ نه لرې کړو. عطامحمد نور د صدر غني د حکم منلو نه انکار وکړو او د هغه د گوښه کولو امر یې غیر قانوني وټاکلو.

په حکومت د خپلو غوښتنو منلو دپاره عطامحمد نور په کابل کې د احتجاج اعلان وکړو. هغه ویلي وو د زرگونو په شمیره کې د هغه حمایتیان به په موټرو کې کابل ته ځي او هلته به تر دریو ورځو پورې احتحاجي مظاهره کوي. ټاکل شوي وه چې دغه احتجاج به د نهې، سه شنبې، د ورځې نه پیل کیدو.

خو د اتوار، یک شنبې، په ورځ عطامحمد نور په مزارشریف کې خبریالانو ته وویل چې د کابل احتجاج یې وځنډولو.

هغه وویل بااثره خلکو، د مدني ټولنې فغالانو او د "نړي والو همکارانو" په غوښتنه یې کابل کې مظاهره د ځنډولو فېصله کړې ده. هغه وویل د مظاهرې دپاره نوي نېټه به ورسته اعلانولی شي.

په کابل کې به د عطامحمد نور مظآهره په داسې مهال کیدله چې یوه ورځ ورسته به په ښار کې په افغانستان کې د امن په موضوع نړي واله غونډه کیږي. په دغه غونډه کې به د طالبانو سره د سولي د پروسې په اړه هم غور کیږي.

عطامحمد نور وویل خپل احتجاج یې ځکه وځنډولو چې د کابل په نړي واله غونډه کې خلل رانشي.

عطامحمد نور د احتجاج د ځنډولو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې یوه ورځ وړاندې نېټو ته د امریکې مستقلې استازي کی بیلي هچسن په دې خبرو زور واچولو چې سیاسي کشالې دې په امناکه ډول حل کړی شي.

د خالي، شنبې، په ورځ مېرمن هچسن په کابل کې خبریالانو ته وویل هغه سره د نېټو همکارانو بلخ ولایت ته هم تللي ده. هغې وویل افغان مشرانو نه غوښتنه کړې ده چې دا کشاله دې هواره کړي، مفاهمت دې پیدا کړي او ددې مسلې نه دې وړاندې تیر شي. هغې دا خبره په ډاگه کړه چې په دغه مسله کې څه قسمه رول په غاړه نه اخلي.

په افغانستان کې د نېټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن هم په دغه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان د سیاسي رهبرانو نه غوښتنه کوي چې خپل سیاسي اختلافات دې د امنیت په لاره کې خنډ نه جوړوي.

څیړونکي وايي د عطامحمد نور او د مرکزي حکومت ترمنځ د سیاسي جگړې له امله په اینده کال کې کیدونکي پارلیماني انتخابات د خطر سره مخامخ کیږي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ په خپل تقریر کې عطامحمد نور د صدر اشرف غني په حکومت ټکونه وکړل او وې ویل چې حکومت د طالبانو، د داعش، مخ په زیاتیدونکي نسلي تاوتریخوالي او د هېواد اقتصادي ستونزو په ختمولو کې د ناکامۍ سره مخامخ دی.

هغه وویل د هغه د گوښه کولو په ترڅ کې چې کوم مزاحمت راپاریدلی دا یوازې د بلخ مسله نه ده بلکې "دا د خلکو د یو ورکوټي ټولگي د واک" خلاف او د مسلکو د حل دپاره مزاحمت دی.

عطامحمد نور زیاته کړه چې د هغه گوند، جمیعت اسلامي، چې د صدر اشرف غني سره په حکومت کې شرکت لري، د خپلو غوښتنو څخه نه په شا کیږي. د نورو غوښتنو ترڅنگ، عطامحمد نور غواړي چې د خپل جانشین او د ولایت د پولیس مشر د مقررولو اختیار ولري.

تېره هفته د سمنگان ولایت والي د هغه د لرې کولو د صدر اشرف غني د امر منلو څخه انکار کړی و خو بیا یې دغه فیصله بیرته واخیسته. صدر ورته بل ځای د والي څوکۍ د ورکول لوظ کړی دی.

XS
SM
MD
LG