لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون: ډیجټلي رایې محفوظي دي، چا لاس رسايي ورته نه ده کړې


دافغانستان دولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دعبدالله عبدالله په مشرۍ دثبات او همپالنې ډلې ادعا وکړه چې افغان امنیتي ځواکونویوشمیرسرتیري اود دولت جوړونې دټیم چې مشرۍ ولسمشراشرف غني دی د دې د ډلې یوشمیر کسان دانتخاباتو نتایجو یا ډیتاسنټر مهرلاک مات کړی دی
دافغانستان دولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دعبدالله عبدالله په مشرۍ دثبات او همپالنې ډلې ادعا وکړه چې افغان امنیتي ځواکونویوشمیرسرتیري اود دولت جوړونې دټیم چې مشرۍ ولسمشراشرف غني دی د دې د ډلې یوشمیر کسان دانتخاباتو نتایجو یا ډیتاسنټر مهرلاک مات کړی دی

دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون دثبات او همپالنې ټیم هغه ادعا رد کړه چې کواګې دولسمشرۍ د انتخاباتو دنتایجو مرکزقلفونه اومهرلاک مات شوي دي.

دټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دافغانستان خلکوته ډاډ ورکړچې د ټاکنو ټول نتایج خوندي او مهر اولاک یې پرځای دی.

دافغانستان دولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دعبدالله عبدالله په مشرۍ دثبات او همپالنې ډلې ادعا وکړه چې افغان امنیتي ځواکونویوشمیرسرتیري اود دولت جوړونې دټیم چې مشرۍ ولسمشراشرف غني دی د دې د ډلې یوشمیر کسان دانتخاباتو نتایجو یا ډیتاسنټر مهرلاک مات کړی دی.

دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر اورنګزیت نن دخبري کنفرانس پرمهال وايي، د ټاکنوخپلواک کمیسیون کې درایو د ډيجيټل سنټردمرکزمهرلاک او قلف نه دی مات شوی، هر څه خوندي دي.

نوموړيی وايي خدای مه کړه که چیرې په قصدي او یا سهوې سره بایومټریک معلوماتو ته او یا د ډیټاسنټر د دروازې مهرلاک مات شوی وي اویا صندوقونه تخریب شوي وي په هغه صورت کې مونږ بیا په قلاره نه پاتي کیږو هغه که هرڅوک له هغوی سره به جدي قانوني چلند کیږي.

نوموړي وویل هغه دوه تنه امینتي سرتیري چې دټاکنو دروزنیز مرکز عمومي ودانۍ په مخ کې دشپې لخوا په دنده ګمارل شوي و دشپې دیخې هوا له امله دکمیسیون دامنیتي مسئول په همغږۍ د هلیز دروازه چې یوغیرحساس مهرلاک ورته اچول شوي و خلاص شوی او نور هرڅه پرځای دي.

له خبري غونډې وروسته دټاکنو خپلواک کمیسیون دټولو څارونکو بنسټونو او دولسمشرۍ دنوماندانو دڅاروونکو اودخبریالانو پر وړاندې د رایې دنتایجو خونه هم پرانیستله کوم چې دمهرلاک اوقلفونو دماتیدو ادعا کیدله.

د ټاکنو کمیسیون د دالانشاه مشر حبیب الرحمن ننګ وویل:((دا د ډیټامهم مرکز دی چې له دې څخه مونږ سرور ته معلومات لیږو،ستاسو اود ټولو څاروونکو پرمخ موپرانیست سیلونه یې جوړ دي هیڅ مشکل نه لري د دې روم دروازې او کړکۍ هم مهر لاک دي او هیڅوک داخل ته نه دي راغلي اودا اقدام مود ټولو کاندیدانود استازو نه جوړ د ټاکل شوي پلاي په حضور کې ترسره کړ چې هغوی هم دلته شتون لري او قناعت پرې ټولو راغی.))

نوموړی وايي له بایومټریک دستګاوو څخه د ډیتامرکز ته درایواستولو پروسه نن د ټولو څارونکو او ناظرینو پرمخ پیل کیږي او د دې پروسې له بشپړیدو وروسته به یاد کمیسیون دلومړنی پایلې اعلانوي.

دټاکنو کمیسیون دا ونه ویل چې څه وخت به دافغانستان دولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلانوي.

دافغانستان ولسمشرۍ ټاکنې چې دتیرې میاشتې د سپتمبر په ۲۸ نیټه ترسره شو تراوسه یې لومړنۍ پایلې هم نه دي اعلان شوي او د ځنډ لامل د ر ڼو او شفافوپایلو ته ژمنتیا او تخنیکي ستونزې یادې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG