لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر اشرف غني مخالفو صدارتي امیدوارانو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې رد کړې


اشرف غني او عبدالله عبدالله
اشرف غني او عبدالله عبدالله

دافغانستان دولسمشرۍ د نوماندانو شورا د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو داعلانیدو پروړاندې غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د ټاکنولومړنی اعلان شوې نتیجه نه مني. په لومړیو نتیجو کې موجوده افغان صدر اشرف غني بریالی ټاکل شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو کمېشن د اتوار، یکشنبې، په ورځ قریباً د درېو میاشتو وروسته د صدارتي انتخاباتو ابتدايي نتېجې اعلان کړې لمړۍ پایلي اعلان کړي وې چې پکې اشرف غني وړومبی،عبدالله عبدالله دویم اؤ ګلبدین حکمتیار دریم مقام ګټلی دی.

د ټاکنو د کمېشن ترمخه په ترسره شوؤ ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني نهه لکه۳۳زره اؤ۸۶۸ رایې ګټلې چې دا ۵۰اعشاریه ۶۴ جوړیږي اؤ د نورو ټولو کاندیدانو په پرتله تر ټولو زیاتې رایې دي.

همدغه شان ډاکټر عبدالله عبدالله اوو لکه ۳۰ زره اؤ ۹۹ سلنه رایې ترلاسه کړي اؤ ټولتاکنو کې دویم مقام ګټلی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ اشرف غني د ټوېټر دلارې وویل د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي ورته په انتخاباتو کې په بریا مبارکي ویلي او ورته یې د هند د سفر بلنه ورکړه ده.

د اشرف غني په ضد دنوماندانو شورا په افغانستان کې د ملي مشارکت حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه او دهمدې حکومت تر نظارت لاندې دي دولسمشرۍ خپلواکه او بې پرې ټاکنې دې بیا څل ترسره شي.

د افغانستان دولسمشرۍ ټاکنو دلومړنیو پایلو له اعلان وروسته نن په دویمه ورځ دولسمشریزو نوماندانو شورا وویل اعلان شوي پایلې ورته دمنلو وړ نه دي.

د ولسمشرۍ نوماندانو شورا نهې، سه شنبې، په ورځ خبري کنفرانس ته وویل د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو باور نه لري او له همدې امله کومې پایلې چې اعلان شوي نه یې مني

د ولسمشرۍ کاندیدانو شورا د ټاکنو په پروسې اعتراض وکړ او په خبري کنفرانس کې دهمدې شورا اجرایه غړي نثار احمد نثار وویل په ټاکنو کې پراخه درغلې شوې او هغه کسان چې په درغلیو کې ښکیل دي باید دقانون منګلوته وسپارل شي.

نثااحمد نثار وايي دولسمشرۍ نوماندانو شورا دافغانستان روان بحران دهواري لپاره دملي مشارکت حکومت د جوړیدو طرحه وړاندې کړې ده او له دې طرحې ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند مرستیال مرزا محمد حق پرست له ډيوې سره په خبرو کې وايي دټاکنو خپلواک کمیسیون بې طرفه اداره ده او په بشپړې خپلواکی او شفافیت سره یې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنی پایلې اعلان کړي دي.

د ټاکنوخپلواک کمیسیون لخوا دلومړنیو پایلو داعلان وروسته چې نن یې دومه ورځ ده دولسمشرۍ هغو نوماندانو چې د ټاکنو په لومړنیو پایلو یې اعتراض درلود تراوسه دشکایتونو په کمیسیون کې ۷زره شکایتونه ثبت کړي دي چې ۴۰۰۰ شکایتونه یوازې دثبات همپالنې ډلې دي او دشکایتونو دثبت دغه لوړی به ترسبا ورځې دوام ولري.

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت استازې اېلس وېلز وایي د افغانستان صدارتي انتخابات که هرڅوک هم وګټي، ورته په کار ده چې د پراخ بنسټه ادارې او مذاکراتي ټیم دپاره سنجیده ګامونه اوچت کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG