لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې به د افغانستان په استازيتوب سږ کال بیا څوک وېنا نه کوي


د تيرکال اګست په 15 د کابل واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو په قطر کې د خپل سياسي دفتر مشر سهېل شاهين د يو ليک د لارې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د دايمي استازي په توګه معرفي کړو خو سازمان نوموړي ته دغه څوکۍ ور نه کړه
د تيرکال اګست په 15 د کابل واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو په قطر کې د خپل سياسي دفتر مشر سهېل شاهين د يو ليک د لارې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د دايمي استازي په توګه معرفي کړو خو سازمان نوموړي ته دغه څوکۍ ور نه کړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مستقل استازولۍ مشر نصير احمد فايق ويلي چې د ملګرو ملتونو د عمومې اسمبلۍ په 77مه غونډه کې به د افغانستان او ميانمار په استازيتوب څوک وېنا ونه کړي خو نوموړي په ټويټر دا هم ويلي چې د روانې مياشتې په 27مه کېدونکې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غونډه کې به د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې وکړي.

د سياسي چارو افغان کارپوهان وايي د ملګرو ملتونو په عمومې اسمبلۍ کې د افغانستان په استازيتوب خبرې نه کېدل به د هېواد په نړيوالو تعلقاتو او د کور دننه د افغانانو په وضيعت منفي اثر ولري.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د مستقل استازولۍ مشر نصير احمد فايق په ټويټر ويلي چې افغانستان او میانمار د هغه تړون له مخې چې تېر کال په عمومي اسمبلۍ کې وړاندې شو د هغې په اساس سږ کال به هم افغانستان او میانمار د اسمبلۍ په غونډه کې خبرې ونه کړي.

د ساسي چارو کارپوه قريب الرحمان شهاب وي او اې ډيوه ته وايي په دغه غونډه کې د افغانستان استازولۍ له اړخه وېنا نه کول به د هيواد په موجوده وضعيت نور هم خراب اثر پرېباسي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، " که څوک د افغانستان په اړه اندېښنه ښايې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضيعت خراب دی او ښايې چې په افغانستان کې نا امني ډېره مجوده ده نو دا ټول د تحليل پر بنا مسايل دي، نو چې کله افغانستان هلته استازولي ونه لري او يا يې د يو واقعي حکومت استازی خبرې ونکړي نو د دنيا دغه اندېښنې به نورې هم سېوا کيږي".

ښاغلي شهاب زياته کړه او بل اخره دغه شته وضعيت کې د مثبت په ځای منفي تغيرات به پکې راځي او د نړۍ لپاره به هم نورې نورې خبرې پکې راپورته کېږي.

نصير احمد فايق دا هم ويلي چې د روانې مياشتې په 27مه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه کې به د افغانستان د وضعيت په اړه وېنا وکړي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان او ميانمار لخوا د زمه وارو چارواکو نه درلودلو له امله سازمان تېر کال پريکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو په استازولۍ به څوک خبرې نه کوي.

په افغانستان کې د سياسي بدلون وروسته د هېواد جهموري نظام لخوا د ملګرو ملتونو په سازمان کې ټاکلی شوي دايمي استازي غلام محمد اسحاقزي استعفا وروسته نصير احمد فايق سرپرست وټاکل شو.

په روس کې د مسکاو پوهنتون استاز او د افغانستان د سياسي کارپوه ډاکټر شېر حسن وي او ای ډيوه ته وايي که چري نړيواله ټولنه د افغانستان سره تعامل نه کوي او رسميت يې نور هم د ځنډ ښکار کيږي نو دا به په هېواد کې د زياتې لوږې او فقر سبب وګرځي.

نوموړي وي او اې ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " په نړيوال سټېج کې افغانستان په رسميت پېژندلی شوی نه دی او په نړيوالو غونډو کې او د شهنګايې همکارۍ سازمان په جلسه کې دوی (طالبانو) ته دعوت ورنکړل شو، په ملګرو ملتونو کې دوی ته د نمايندګۍ حق نه ورکوي نو دا خپله د افغانستان انزوا ده او د افغانستان تنها کېدل دي او دا تنها کېدل د افغانستان اوسني حاکميت دپاره هم او د افغانستان د خلکو دپاره هم ډېره خطرناکه خبره ده او د افغانستان د نورې انزوا او د فقر باعت ګرځي".

د تيرکال اګست په 15 د کابل واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو په قطر کې د خپل سياسي دفتر مشر سهېل شاهين د يو ليک د لارې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د دايمي استازي په توګه معرفي کړو خو سازمان نوموړي ته دغه څوکۍ ور نه کړه.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG