لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې کرونا وایرس لومړی پیښه تایید او بیړني حالت اعلان شو


دروغتیا وزیرفیروز الدین فیروز د گل، دوشنبې، په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال وویل دایران له قم ښار څخه هرات ته په راستانه شويو دریو کسانو کې چې دکورنا وایرس نښې په کې لیدل شوی وې په معایناتو کې ثابته شوه چې یوتن دکرونا په وایرس اخته ته دی او دوه نور له دې ناروغۍ بچ دي
دروغتیا وزیرفیروز الدین فیروز د گل، دوشنبې، په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال وویل دایران له قم ښار څخه هرات ته په راستانه شويو دریو کسانو کې چې دکورنا وایرس نښې په کې لیدل شوی وې په معایناتو کې ثابته شوه چې یوتن دکرونا په وایرس اخته ته دی او دوه نور له دې ناروغۍ بچ دي

دافغانستان دعامې ورغتیا وزارت وايي په لویدیځ هرات ولایت کې دکرونا وایرس له دریو شکمنو پیښو څخه د یوې تایید شوی دی.

دروغتیا وزیرفیروز الدین فیروز د گل، دوشنبې، په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال وویل دایران له قم ښار څخه هرات ته په راستانه شويو دریو کسانو کې چې دکورنا وایرس نښې په کې لیدل شوی وې په معایناتو کې ثابته شوه چې یوتن دکرونا په وایرس اخته ته دی او دوه نور له دې ناروغۍ بچ دي.

نوموړي وویل:((دکرونا په وایرس اخته شوی کس ۳۵ کلن دی دایران په قم ښارکې څو ورځې پاتی شوی و کله چې بیرته راغلی د کرونا وایرس نښې په کې پیدا شوی ډاکتر تللی اوله هغه وروسته په هسپتال کې قرنطین شوی او په اخیستل شوی سپمل کې دکرونا د وایرس مثبته پیښه تایید شوه.))

افغانستان لویدیځ هرات ولایت کې دکرونا وایرس دلومړی پیښې په رامنځته کیدو سره افغان حکومت په دې خاطر چې له هرات ولایت څخه دکرونا وایرس نورو ولایتونو ته سرایت ونه کړي دمخنیوي لپاره یې په هرات کې بیړنی حالت اعلان وکړ.

د روغتیا وزیر له هوايي او ځمکني شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې هرات ولایت ته او له هغه ولایت څخه نورو ولایتونو ته دمسافرو دلیږ رالیږد لپاره الوتنې او ځمکني سفرونه کم کړي.

فروز الدین فیرروز وویل:((په هرات ولایت کې دبیړني حالت په اعلان سره دهرات ولایت او دافغانستان له ټولو خلکو غوښتنه کوم چې هرات ولایت او له دې ولایت څخه دنورو ولایتونو ته له اړتیا پرته تګ راتګ ونه کړي.))

د افغانستان دروغتیا وزیر وايي له ټولو هغو هیوادولو چې یوه میاشت مخکې دایران هیواد ته او په ځانګړي توګه دهغه هیواد قم ښار ته سفر کړي وي په جدي توګه غوشتنه کوم چې دیوې میاشتې لپاره دي په خپلو کورنو کې قرنطین شي او که چیرې د ټوخي د بدن درد تبه او تنفس کولو ستونزه پیدا شي لاندې اجرات دې وکړي.

((دروغتیا وزارت اړوند ۱۶۶ شمیرې سره دې اړیکې ونیسي او یا هم کولی شي چې ولایتونو کې د کرونا وایرس اړوند جوړ شویو روغتونو ته مراجمع وکړي.))

وزیرفیروز الدین فیروز زیاته کړه دکرونا ویرس د خپریدو دمخینوی او دافغان وګړو دلادخوندیتوب لپاره دافغانستان دملي امینت شورا دپریکړې پربنسټ له ایران سره دمحدود وخت لپاره دتګ راتګ ځمکنی لارې تړلي او هوايي الوتنې هم بندې شوي دي.

دروغتیا دې چارواکي ویلي دا مهال ددې اړتیا نشته چې له ایران سره د تجارت بند شي اوسوداګروته یې ډاډ ورکړچې خپل تجارت له ایران سره د تیرپه څیر جاري وساتي.

په افغانستان کې دکرونا وایرس لومړی پیښه په داسې حال ثبت شوې چې دایراني رسنیو د راپور پربنسټ په کابل کې دایران سفارات دقونسلګرۍ چارې درولي دي خودسفارت چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دافغانستان دعامې روعتیا وزارت ویلي دکرونا وایرس دکنټرول لپاره د جوړ شوي پلان له مخې ۲۰ ملیونو ډالرو ته اړتیاده او نړیوال روغتایيي سازمان د درملیونو ډالرو دمرستې ژمنه کړې او خپله دحکومت له اړخه دوه ملیونه ډالره مرسته شوې.

روغتیا وزیر له نړیوالې ټولنې او له مرسته کووونکو هیوادونو غوښتنه وکړه چې له کرونا ویرس سره دمبارزې لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

فیروز الدین فیرزو زیاته کړه په افغانستان کې دکرونا ویرس ګواښ دزیاتیدو مخنیوي لپاره تدابیر نیولی په کابل کې ۲۵۰ بستریزروغتون او د افغانستان په ۳۴ ولایتونو په هریوه حوزوی روغتون کې ۳۰ بستریزه روغتون ځانګړي شوي دي خو په وینا یې بیاهم وسایلو او تجهیزاتو ته اړتیا ده.

دکرونا وایرس لومړی پیښه دچین د ووهان ښار کې رامنځته شوې او له هغه وروسته دنړۍ نږدې ۳۵ هیودونوته یېسرایت کړی اوتراوسه د چین په ګډون دنړۍ په ګنو هیوادونو کې له سل زره زیات خلک پرې اخته او مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG