لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د کرونا ۳۲ نوي پېښې رپورټ شوي


له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې دروغتیا وزارت ویاند مرستیال توحید شګوفمند وايی تازه دکرونا مثبتې پیښې دافغانستان هرات ولایت کې رامنځته شوي دي
له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې دروغتیا وزارت ویاند مرستیال توحید شګوفمند وايی تازه دکرونا مثبتې پیښې دافغانستان هرات ولایت کې رامنځته شوي دي

په تیرو ۲۴ساعتونو کې په افغانستان کې دکرونا وایرس ۳۲ مثبتې پیښې رامنځته شوي چې ور سره په افغانستان کې دکرونا په ناروغۍ د اخته شویوکسانو شمیر۷۴ ته ورسید.

له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې دروغتیا وزارت ویاند مرستیال توحید شګوفمند وايی تازه دکرونا مثبتې پیښې دافغانستان هرات ولایت کې رامنځته شوي دي.

نوموړي وویل هرات ولایت کې دکرونا وایرس ۳۲ مثبتې پیښې تایدو شوي تردې وړاندې په دې ولایت کې۲۲ مثبتې پیښې رامنځته شوې وې چې دتازه نویو پیښو په ثبت کیدو سره یې شمیر ۵۴ ته ورسید.

د روغتیا وزارت وايي دکرونا وایرس تازه مثبتې پیښې په هغو کسانو کې له معایناتو وروسته معلومې شوې چې له ایران څخه افغانستان ته راغلي او یاهم له هغوکسانو سره چې دکرونا په ناروغۍ اخته و ورته لګیدلي دي.

په افغانستان کې کرونا په ناروغۍ داخته شویو کسانو شمیر په داسې حال زیات شوی چې دروغتیا وزارت ویلي که افغان وګړي د ناروغۍ په مخنیوي کې روغتیايي لارښونې په پام کې ونه نیسي او اړینه همکاري ونه کړي ښايي چې دهیواد ۱۶میلیونه وګړې په دې ناروغۍ اخته او له دې تعداد څخه یو لک لس زره کسان خپل ژوند دلاسه ورکړي.

دروغیتا وزارت ویلي ټاکل شوې چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ دهرات ښار قرنطین شي او په دې ولایت کې دخلکو په ګرځیدا بندیز ولګول شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې دناټوځواکونو ویلي څلور پوځیان یې په افغانستان کې دکرونا په ناروغۍ اخته شوي دي خودایې نه دي ویلي چې کرونا په ناروغۍ اخته شوي پوځیان دکومو هیواونو دي.

تردې واړاندې افغان چارواکو ویلي وچې په افغانستان کې د دو بهرنیو هیوادونو دسفارتونو دوه ډیپلوماتانوته په کابل کې دکرونا وایرس لګیدلی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG