لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د سختې يخنۍ دلاسه په يوه اوونۍ کې 78 کسان مړه شوي


د ملګرو ملتونو د بشري چارو ماموریت د زیارت په ورځ ويلي چې د سخت يخ موسم له امله د افغانستان په شمالي او لويديځو برخو کې په زرګونو څاروي مړه شوي دي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو ماموریت د زیارت په ورځ ويلي چې د سخت يخ موسم له امله د افغانستان په شمالي او لويديځو برخو کې په زرګونو څاروي مړه شوي دي

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي په يوه اوونۍ کې د سختې يخنۍ نه 78 کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی او د 75000 نه زيات څاروي هم مړه شوي دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس د خبر ترمخه دغه شمېرې د واکمنو طالبانو د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د وزارت وياند شفيع الله رحيمي شریکې کړي دي چې د لسمې جنورۍ نه وروسته 78 کسان د يخ موسم له امله مړه شوي دي.

هغه ويلي طالبانو په ټول ملک کې نزدې لس لکه خلکو د مرستو رسولو هڅې کړي او په سخت موسم کې نورو اغېزمنو ته د مرستو رسولو هڅې کوي.

د کال 2021 په اګست کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته افغانستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د لکونو په شمېره کې خلک د لوږې ښکار دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو ماموریت د زیارت په ورځ ويلي چې د سخت يخ موسم له امله د افغانستان په شمالي او لويديځو برخو کې په زرګونو څاروي مړه شوي دي.

د نړيوالې ادارې ترمخه د خلکو د څاروو مړه کېدو او دوی ته د تاوان اوښتو سره به د افغانانو مشکلات نور سېوا شي.

چرته چې د وړاندې نه خواوشا 12 کروړه او 120000 خلک د خوراک د کمي سره مخ دي او نورې اړتياوې لري.

د موسمياتي وړاندوينو ترمخه د روانې اوونۍ د وروستیو پورې په افغانستان کې د يخ موسم کچه تر منفي 35 ډګري سنټي ګرېډه پورې رسېدلی شي.

د خبر ترمخه په افغانستان کې د انساني خېر ښېګړې دپاره کار کوونکي تنظيمونه خلکو تودې جامې/ کالي او نورې مرستې رسوي.

خو ملګرو ملتونو ويلي، د واکمنو طالبانو لخوا په غېر دولتي تنظيمونو کې کار کوونکو ښځو باندې د بنديز له امله مرستندويه کارونه سخت اغېزمن دي.

ويل شوي په يوه بېړنۍ ليدنه کې د واکمنو طالبانو د قدرتي افتونو په وخت د انتظام وزیر ملا محمد عباس په سمدستي توګه د مرستو غږ کړی دی.

هغه ويلي، د حکومتي وسايلو د کموښت له امله د يخ موسم د اغېزو په اړه پورې شمېرې نه ترلاسه کيږي.

[خبر د اېسوسي اېټډ په مننه]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG