لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مامورین به په ماسکو کې په افغانستان کې د امن په موضوع خبرې کوي


دبهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې وویل افغان پلاوی به د روس له چارواکو سره دسولې په تړاو دراتلونکې غونډې د جوړیدو پرمسایلو خبرې کوي
دبهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې وویل افغان پلاوی به د روس له چارواکو سره دسولې په تړاو دراتلونکې غونډې د جوړیدو پرمسایلو خبرې کوي

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت یو پلاوی د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دافغان سولې په تړاو دمسکو غونډې دجوړیدو پرنیټې او همداراز د غونډې د څرنګوالي دمعلومولپاره روس ته سفر وکړ.

دبهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې وویل افغان پلاوی به د روس له چارواکو سره دسولې په تړاو دراتلونکې غونډې د جوړیدو پرمسایلو خبرې کوي.

ښاغلي احمدي وویل "دافغانستان یو پلاوی چې مشري یې دبهرنیو چارو وزارت دمنابع او ادري مرستیال نصیر احمد اندیشه پرغاړه لري روسیې ته سفر وکړ او ټاکل شوې چې دسولې په تړاو دمسکو راتلوونکې جوړیدونکي غونډې د څرنګوالي په تړاوبه دروسیې له چارواکو سره بحث او د نظرتبادله وکړي او همداراز روسي چارواکي به له پلاوي سره دمسکوغونډې په تړاو جزیات شریکوي."

دبهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه هرهغه هیواد چې دسولې او امن په تړاو دافغانستان حکومت سره مرسته وکړي افغان حکومت یې هرکلی کوی خوپه وینا یې دسولې دخبرو مشرۍ باید دافغانانو په مالکیت ترسره شي.

احمدي وویل "هرهغه هیواد چې دسولې په برخه کې دافغانستان حکومت سره مرسته کوي مونږ یې هرکلۍ کوم او روسیه هم په سیمه او نړۍ کې یو اغیزمن هیواد دی خو هغه څه چې مونږ ته ځانګړی اهمیت لري دسولې دخبرو مشرۍ باید د افغانستان دحکومت اودافغانانو په مشرۍ ترسره شي ."

ټاکل شوې وه چې دافغانستان دسولې په تړاو دمسکو غونډه دروانې میاشتې دستمبر په ۴ مه نیټه چې د سیمې ۱۲ هیوادونو او طالبانو ته دګډون بللنه ورکړل شو ې وه ترسره شي خو د جمهور ريیس محمد اشرف غني د روسیې دبهرنیو چارو وزیر ترمنځ دشویو خبرو دهوکړې له مخې یاده غونډه وځنډیده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG