لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې د جینکو د شپږم ټولګي پورته سکولونه طالبانو بیا وتړل


خبري ادارې وویل د تعلیم وزارت د ثانوي سکولونو د بیا تړل کېدو په اړه څه کوټلی وضاحت وکړو او فقط دومره یې وویل دا د هېواد د مشرانو معامله ده

د افغانستان د جینکو د ثانوي درجې سکولونه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پرانیستل کېدو څو ګنټې وروسته د طالبانو په امر بیا وتړل شول.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه طالبانو د خپلې فېصلې نه د بېرته تګ اعلان په داسې حال کې وکړو چې د اګست د میاشت راهسې د بندو سکولونو په زرګونو جینکو طالب علمانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ زدکړې په لومړي ځل بیا شروع کړې.

خبري ادارې وویل د تعلیم وزارت د ثانوي سکولونو د بیا تړل کېدو په اړه څه کوټلی وضاحت وکړو او فقط دومره یې وویل دا د هېواد د مشرانو معامله ده.

د رپورټ ترمخه د ثانوي سکولونو د بیا تړل کېدو فېصله په داسې حال کې هم وشوه چې په کابل کې د تعلیمي کال د شروع کېدو په مناسبت طالب چارواکو په یوه دستوره کې شرکت هم وکړو.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه یوې طالب سرچینې ورته وویل چې سکولونو د بیا تړل کېدو فېصله طالب چارواکو په کندهار کې په یوه غونډه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړه. د رپورټ ترمخه کندهار د طالبانو د سیاسي او روحاني طاقت مرکز ګڼل کېږي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سکولونو د بیا پرانېستلو اعلان طالبانو څو هفتې وړاندې کړی و.


XS
SM
MD
LG