لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ځانمرگي بريد کې دنيټو ٣ عسکر وژل شوي


فائل فوٹو
فائل فوٹو
په ختيز افغانستان کې د شورو په ورځ ترسره شوې ځانمرگي بريد کې دنيټو درې عسکر وژل شوي دي.
په افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو وئيلي دي دهيواد په ختيز کې دتندلارو لخوا ترسره شوي يو بريد کې دهغوي درې عسکر وژل شوي خو په دې اړه يې دخپلې تگلارې سره سم نور تفصيلات نۀ دي جاري کړي.
يو لويديز چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دغه دريواړه عسکر يو ځانمرگي بريد کې دکونړ ولايت په اسداباد ښار کې وژل شوي دي. ویل کېږي حمله دوه ځانمرگې کسانو کړې وه چې د ځان پورې تړلې بمونه يي خلاص کړل.
دوژل شوؤ عسکرو دقوميت په اړه څه نۀ دي وئيل شوي په کونړ کې زياتره امريکائي عسکر گمارل شوي.
دسيمه ييزو پوليسو مشر محمد اياز نظري يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دوؤ بريد کوونکو چې ځانمرگي واسکټونه يې اچولي وؤ هاغه مهال دبهرني عسکرو په يوه ډله بريد ترسره کړو کله چې هغوي دنزدې والي دودانۍ سره روان وؤ.
نظري ادعا وکړه چې نن سحر دوؤ ځانمرگي بريدکوونکو امريکائي عسکر په نخښه کړي او زياته يې کړه چې هغوي دخپلې اډې څخه دوالي ودانۍ ته روان وؤ.
هغه دا هم وويل چې چاؤدنه کې يو افغان هم وژل شوى دى.
دکونړ والي وياند واصف الله واصفي هم منلې ده چې چاؤدنو کې يو افغان اولسي وگړى وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يو بيان کې وئيلي دي دوؤ تندلارو دبارودو څخه ډک گاډي دمخالف لوري څخه دنيټو په گزمه چولي، هغه د17ؤ بهرنو عسکرو دوژنې ادعا کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG