لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت وايي طالبان اوس هم د القاعده سره اړېکي لري


۶۱ کلن المصري د حسام عبدالروف په نامه هم یادېدو اود کال ۲۰۱۸ راهسې د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د انتهايي مطلوبو ترهګرو په فهرست کې شامل و. وایټ هاوس د هغه د وژل کېدو هرکلی کړی او هغه په ضد په عملیاتو یې د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده

د افغانستان حکومت ويلي تېره میاشت په ختیځ افغانستان کې د طالبانو د ولکې لاندې سیمه کې د القاعده د یو مشر وژل کېدل څرګندوي چې طالبان اوس هم د القاعده سره اړيکې لري او د ډلې سره تعلق د ختموولو په خپل لوظ عمل نه کوي.

د افغان حکومت ترجمان صدیق صدیقي وایس اف امریکا ته وویل د بده مرغه طالبانو اوس هم ترهګر ډلو ته د خپلو فعالیتونو دپاره محفوظ چاپیریال ورکوي.

ښاغلي صدیقي وویل د القاعده وسله والو ته د طالبانو پناه ورکول د طالبانو د دې ژمنې په ضد دي چې دوی به د خارجي ترهګرو خپلې اړېکي ختموي.

افغان حکومت د اکتوبر په ۲۴ نېټه وویل افغان ځواکونو په غزني ولایت کې د القاعده یو اهم مشر ابو محسن المصري وژلی دی.

د افغانستان استخباراتي ادارې د ملي امنیت ریاست وویل المصري د دالقاعده د مشر اېمن الظواهري مرستیال او تر کلونو پورې یې د طالبانو او د حقاني ډلې ملاتړ کوولو. د ملي امنیت ریاست وویل المصري د طالبانو په حفاظت کې په غزي کې و.

۶۱ کلن المصري د حسام عبدالروف په نامه هم یادېدو اود کال ۲۰۱۸ راهسې د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د انتهايي مطلوبو ترهګرو په فهرست کې شامل و. وایټ هاوس د هغه د وژل کېدو هرکلی کړی او هغه په ضد په عملیاتو یې د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده.

د غزني ولایت والي (ګورنر) ترجمان وحیدالله جمعزاده ویلي کله چې افغان ځواکونو د المصري په ضد چاپه ووهله نو طالب وسله وال د هغه سره موجود وو. جمعزاده تېره هفته وي او ای ته وویل د المصري ترڅنګ د طالبانو یو کمانډر عمران عنذالله او ځینې نور وسله وال هو ووژل شوو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي طالبانو لا په رسمي ډول القاعده سره د طالبانو د دوامداره اړیکو په اړه د افغان حکومت خبرو ته ځواب نه دی وېلی.

د افغانستان طلوع ټېلې وژن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د طالبانو ترجمان محمد نعیم نه د المصري په اړه وپوښتل نو هغه د تبصر نه ډډه وکړه او ویې وېل په موجوده وخت کې القاعده په افغانستان کې شتون نه لري.

د المصري د وژل کېدو ترڅنګ د افغانستان پوځي مشر یاسین ضیا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل افغان ځواکونو په مغربي فراه ولایت کې هم د القاعده یو شمېر غړي وژلي دي.

د سپټمبر په میاشت کې د امریکې خارجه وزیر مایک پامېپېیو ویلي وو چې په افغانستان کې د القاعده د وسله والو شمېر د ۲۰۰ نه هم کم دی.

د ۱۹۹۰ په لسیزه کې طالبانو واک ته د رسېدو نه پس القاعده د طالبانو د مشرتابه بیعت کړی و او ملګري ملتونوه وايي په کال ۲۰۰۱ کې د طالبانو د واک نسکورېدو نه پس هم دغه دغه اړیکي نه دي مات شوي.

د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې په معاهده کې طالبانو د خارجي وسله والو ډلو سره د تعلق ختموولو لوظ کړی و. د معاهدې ترمخه طالبان به دا ضمانت هم ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکې او بل چا خلاف د ترهګرۍ دپاره نه استعالېږي.

د معاهدې دلاندې به امریکا د ۲۰۲۱ د می د میاشت پورې د افغانستان څخه خپل ځواکونه ستنوي او طالبان به د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني. بېن الافغان مذاکرات په قطر کې شروع شوي خو رپورټونه وايي فریقین په ځینېو موضوعاتو اختلافات لري.

یادونه: دا خبر روشن نورزي د وي او ای اشنا څانګې دپاره تیار کړی و

XS
SM
MD
LG