لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي ډرون له روسي جیټ الوتکې سره تر جنګېدو وروسته لوېدلې ده، امریکا وایي سفیر به یې حاضروي


واشنګټن ــــ امریکا وايي د روس یوه جنګي الوتکه د تور سمندر پر سر په فضا کې د امریکې د استخباراتو، څارنې او پلټنې له هغې ډرون سره جنګېدلې ده چې په نړیوالو فضايي حدودو کې یې پرواز کاوه او له کبله یې ډرون الوتکه لوېدلې ده.

یوه امریکايي پوځي چارواکي وي او اې ته ویلي د امریکا ایم کیو- 9 بې پایلټه الوتکه تر اوسه نه ده موندل شوې.

د روس د دفاع وزارت د پېښې پړه پر امریکایي ډرون الوتکې ور اچولې او وایي د دوی ایس یو-27 جیټ طیاره د امریکې له ډرون سره نه ده لګېدلې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایي، امریکا به د دې پېښې له کبله د روس سفیر ور غواړي چې پر دې غیرمحفوظه او غیرمسلکي مداخله باندې ورته احتجاج وکړي:

"موږ مخامخ له روس سره په لوړه کچه خبرې کوو، چې خپل سخت اعتراضات ورته وړاندې کړو، ځکه چې جیټ الوتکه یې د امریکایي ډرون د غورځېدو سبب شوه."

نېډ پرایس وایي په روس کې د امریکې سفیرې لین ټرېسي "د روس د بهرنیو چارو وزارت ته هم د دې پېښې په اړه یو قوي پیغام رسولی دی."

د وایټ‌ هاوس یا سپینې ماڼۍ د ویاند جان کربي په وینا صدر جوبایډن ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي. کربي د یوې پوښتنې په جواب کې وي او اې ته وویل:

"که د [روس] پیغام دا وي چې دوی غواړي د تور سمندر پر سر په نړیواله فضا کې زموږ د الوتنو او کار مخه ونیسي یا یې منع کړي، نو دا پیغام به یې ناکام شي ځکه چې داسې نه شي کېدای".

جان کربي وایي امریکا به په نړیوالو اوبو کې په نړیوالو فضايي حدودو کې خپلو الوتنو او کار ته دوام ورکړي:

"تور سمندر د هیڅ یو ملت نه دی او موږ به د نړۍ په دې برخه کې د خپل ملي امنیت د ګټو لپاره هغه څه ته دوام ورکوو چې موږ ورته اړتیا لرو."

په یورپ کې د امریکې د پوځي عملیاتو څارونکی کمانډ وایي، د روس دوې ایس یو- 27 الوتکو "په بې پروایۍ په ناسم چاپیریال کې په غیر مسلکي توګه د امریکا د ایم کیو-9 ډرون مخ ته د تېلو تر غورځولو وروسته پرواز کاوه."

امریکایي کمانډ وایي د روس یوه جنګي الوتکه چې د دوی د ډرون له پنکې سره ولګېده، امریکایي ځواکونه مجبوره شول چې هغه په نړیوالو اوبو کې را کښته کړي، وایي دا پېښه له ناخوندیتوب او غیرمسلکيتوب سره سره د صلاحیت کموالی هم ښکاره کوي.

په یورپ او افریقا کې د امریکې د هوایي ځواکونو کمانډر جنرل جېمز بي هیکر په یو بیان کې ویلي چې د دې ټکر له کبله دواړه الوتکې غورځېدو ته نیژدې وې.

د پېنټاګان ویاند بریګېډیر جنرل پېټ رایډر وایي کېدای شي د جنګېدو په وخت د روس الوتکه هم زیانمنه شوې وي، ځکه چې وایي تر ټکر مخکې چې روسي الوتکو د امریکايي ډرون مخه نیولې دې شاوخوا 30 یا 40 منټه وخت اخیستی دی.

په دې پېښه د امریکې او روس ترمنځ د اوکراین د برید له کبله تاوتریخوالی نور هم زیات شو او دا له سړې جګړې را وروسته لومړی ځل دی چې یو امریکایي ډرون د روس له جنګي الوتکې سره تر جنګېدو وروسته را غورځېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG