د سعودی عرب 50 کسيزه تجارتي پلاوی د پانګونو دپاره د اتوار/ يکشنبې په ورځ پاکستان ته رسېدلی، پاکستاني چارواکي وايي، نن د ګل/ دوشنبې د ورځې نه به په اسلام اباد کې دوه ورځنۍ د پانګونو غونډه پيل کيږي.
د پاکستان د تجارت مرکزي وزير جام کمال خان ويلي، د سعودي عرب د پلاوي د پاکستان د سفر هدف، د دواړو هيوادونو د پانګه والو په خپل مينځ کې تجارتي اړيکو ته نوره وده ورکول دي.
د تجارت د وزارت ترمخه، د سعودي عرب د پانګونو د مرستيال وزير ابراهيم المبارک په مشرۍ په پلاوي کې د سعودي عرب 30 کمپنۍ شاملې دي، او ويل شوي دوی به د انفارمېشن ټکنالوجۍ، ودانيو، کان کيندو، کرکيلي او نورو برخو کې پانګونې کوي.
ويل شوي په دغو شعبو کې د پاکستاني کمپنيو انتخاب هم شوی او دوی به د سعودي عرب د کمپنيو سره د کاروبار په اړه ليدنې کوي او د تجارت او پانګونو د تړونونو هيله څرګنده کړل شوې ده
تېره مياشت د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون دپاره د سعودي عرب سفر کړی وو.
له دغې وړاندې د اپرېل د میاشتې په نیمایي کې د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده فېصل بن فرحان په مشرۍ د سعودي یو لوړ پوړي پلاوي د پاکستان دوه ورځنۍ دوره کړې وه خو په دغې سفر کې د دواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د غونډو باوجود کوم تړون یا معاهده نه وه ترسره شوې.
پاکستان کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې په نګران حکومت کې وزيراعظم انوارالحق کاکړ د تېر کال په ستمبر کې وایس اف امريکه سره په مرکه کې ويلي وو چې پاکستان د سعودي عرب نه د 25 اربه ډالرو سرمايه کاري غواړي چې پرې موافقه شوې ده.
د پاکستان اوسني حکومت ویلي چې د هیواد د اقتصاد ښه کول او د اقتصادي مشکلاتو لرې کول یې د لومړیتوبونو څخه دي.
د اقتصاد پوهانو او څيړونکو په نظر، دې هدف ته د رسېدو لپاره، پاکستان یو ځل بیا د سعودي مشرتابه ته سترګې نیولې دي چې په هیواد کې د معدنیاتو او کرنې په ګډون د پانګونې پروژو بشپړولو کې ورسره مرسته وکړي.
Forum