لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: افغان موټر چلونکي به له یوې اجازه نامې سره تګ راتګ کوي


د پاکستان د سوداګرۍ مرکزي وزارت د يوې داسې اجازه نامې يا ټمپرري اېډمېشن ډاکومنټس (ټي اې ډي) په نوم د یوې پاڼې د ورکولو اعلان کړی چې ترمخه به یې افغان ډرايوران او کلينډران له خپلو مال وړونکو ګاډو سره بې پاسپورټه او بې وېزې پاکستان ته تګ راتګ کولی شي.

د پاکستان د ګمرک يا کسټم محکمې د پېښور څانګې د مئ په پينځمه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د اعلاميې په رڼا کې د دوه اړخيزه تجارت دوامداره ساتلو په لړ کې نن د اجازت نامې يا (ټي اې ډي) عملي کولو باندې کار پېل شوی.

دغه اجازت نامه به په لومړي پړاو کې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۳۰م نېټې پورې فعاله وي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دغه اجازت نامه د پاسپورټ حثيت لري او تر يو کال پورې به ډرايوران پرې په سرحدونو تګ راتګ وکولای شي.

دغه اعلاميه وايي، چې د ټرانسپورټرانو د اسانۍ د پاره په پېښور ګمرک څانګه کې او بيا په تورخم، انګور اډه، خرلاچي او غلام خان کې خصوصي دفترونه خلاص شوي چې دوي پکې (ټي اې ډي) ترلاسه کړي.

د افغانستان يو ډرايور نصرالله وي او اې ډيوه ته وايي،

"مونږ ډېرې ستونزې به له دې سره حل شي او مونږ سهر تر مازيګر پورې ګاډو سره ناست يو چرته هم ترې نه شو تللی او که چرته لاړ شو نو بيا ګاډئ رانه پاتې کېږې او نور ګاډي بيا رانه مخکې کېږي."

هغه وايي د کلينډر ازادېدو سره به يې هم مشکل کم شي ولې چې په تورخم به پاکستان غاړې ته راوښتو کې ماشومان او جينکۍ په ګاډو کې ګنډې غوټې ږدي چې په کې سګرټ او نور شيان ږدي"

پاکستان حکومت په کال ۲۰۱۹ کې هغه وخت ګاډو سره د کلينډرانو تګ راتګ باندې بندېز ولګول کله چې کروبا وبا خپره شوه.

ډرايوران وايي څلورو کالو نه زيات وخت وشو چې هغوئ سره کلينډران نه پرېږدي او له دې کبله ورته ډېر مشکلات جوړ شوي وو.

افغانستان ته د بار وړونکو ګاډو ډرايوران وايي د تېرو څو مياشتو راهیسې د تورخم او نورې لارې له هغوی سره د پاسپورټ او ويزې د نيشتوالي له کبله څو وارې وتړل شوې او ويزې ترلاسه کول هغوئ ته يو لوی مشکل جوړ کړی وو.

خو ډرايورانو ویل که د پاکستان او افغان طالبانو ترمينځ د پاسپورټ او ويزې ستونزه حل شي نو له دې سره به تجارت مخ په وړاندې لاړ شي.

افغانستان ته د مال وړونکو ګاډو يو ډرايور عالم شېر وي او اې ډيوه ته وویل،

"زه تېرو شلو کالو راهسې په دغه لاره ګاډۍ چلوم او پخوا ډېرې اسانتياوې وې خو اوس ډېرې ستونزې دي."

نوموړی وايي، اوس دا څو کاله وشو چې ويزې رانه غواړي او چې ويزې ته پيسې جمع کړو نو راکوي يې نه او بيا بيا يې رد کوي.

"مونږ پاکستان حکومت نه دا غواړو چې مونږ په حال دې ورحمېږي او دغه مشکل دې راته اسان کړي چې بچو د پاره په قرارئ سره رزق وګټو"

افغانستان ته د مال وړونکو ګاډو يو بل ډرايور شېرافضل وي او اې ډيوه ته وویل،

"په دې لاره باندې خو تشويش زمونږ ډېر زيات وو او که ويزې هم مونږ ته ملاؤ شوې وې نو دې سره يې هم ډېرې ستونزې هوارېدئ شوې ولې چې دلته يې پوليس په يو ځائ او بل ځائ کې ډېر ځوروي."

نوموړئ وايي په لارو کې يې ډېرې ورځې لګي او بله دا چې لاندې په تورخم کې ټرمينل جوړاولو باندې کار روان دئ نو دومره لارۍ ګوزې کړي چې هغه ځائ شي او نورې په سرکونو باندې ولاړې وي.

هغه وايي په روزګار يې ډېر تاثير شوی ولې چې په لارو کې يې لسو نه ترپينځلو ورځو پورې وخت لګي.

د پاکستان او افغانستان ترمينځ لويه تجارتي لار تورخم په تېر وختونو کې څو وارې په دې خبره بنده شوې وه چې پاکستاني چارواکو افغان ډرايورانو د پاره په پاسپورټونو ويزه لګول لازمي کړې وه.

د مارچ ۲۴م نيټې نه تر ۲۷م نېټه باندې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت سيکرټري په شمول يوه پلاوي د کابل دوره کړې وه او هلته يې د افغان طالبانو سره د دوه اړخېزه تجارت او ټرانزټ تجارت باندې خبرې کړې وې.

په دغه ناسته کې شوې لوظنامه کې يوه پرېکړه دا هم شوې وه چې ډريورانو ته به د ويزې پرته يو داسې کاغذ يا اجازت نامه ورکول کيږي چې له مخې به یې هغوئ پاکستان او افغانستان ته تګ راتګ کولئ شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG