د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) مشر محسن نقوي اعلان کړی، که پاکستانۍ لوبډلې د ټي ټوينټي T-20 کرکټ نړيوال کپ 2024م وګټلو، هر پاکستاني لوبغاړي ته به يو لک ډالره انعام ورکوي.
نوموړي دغه اعلان پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د لاهور په قذافي مېدان کې د لوبغاړو سره ليدو په مهال کړی دي. هغه ويلي، هيله لري چې لوبډله به په نړيوال ټي ټوينټي ساليو کې غوره لوبه وکړي.
محسن نقوي زياته کړې، ولس د لوبډلې نه ډېرې تمې ساتي او هغه د لوبډلې نه تمه لري چې پوره هڅه به کوي.
د ټي ټوينټي نړيوال کپ 2024م د راتلونکې جون د مياشتې د دويمې نېټې څخه په امریکا کې پيل کيږي.
د ټي ټوينټي نړيوال کپ سيالۍ به په امريکا او ويسټ انډيز کې کيږي.
د ټي ټوينټي نړيوال کپ 2024م کې به 20 لوبډلې برخه اخلي، او فاينل سيالي به یې په 29م جون وي.
د کرکټ نړيوالې شورا په کال 2007م کې د ټي ټوينټي يا شل اووريزو نړيوالو لوبو پيل کړی وو، تراوسه پورې اته ځله د ټي ټوينټي نړيوالې سيالۍ شوي دي.
پاکستان د ټي ټوينټي نړيوالو سياليو په وروستيو مقابلو کې د 2022م په فاينل کې د انګلېنډ نه ماتې خوړلې وه.
پاکستان تراوسه پورې يواځې یو ځل په کال 2009م کې د ټي ټوينټي نړيوال کپ ګټلی وو.
Forum