لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بادغيس کې د طالبانو په بريد کې د ملي اردو ٣٠ عسکر وژل شوي


د افغانستان د بادغيس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو تېره شپه دامنیتي ځواکونو په دوو پوسټونو بریدونه وکړ چې له امله یې ٣٠ تنه افغان پوځیان ووژل شو او نهه نور ټپیان شول.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې د شورو، چهارشنبې په ورځ په بادغیس کې په امنیتي ځواکونو د حملې تصدیق وکړو.

ردامنش وویل "خوشبختانه چې افغان پوځیان د افغانستان دجهور رییس محمد اشرف غني لخوا شوي اوربند ته پابند دي، اعلان شوی اوربند دوام لري اما وسله والو طالبانو د بادغيس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې دافغان پوځیانو په یوې امنیتي پوستې تېره شپه حمله وکړه."

له بادغيس ولایت نه په ترلاسه شوو رپوټونو کې ولسي استازو رسنیو سره په خبرو کې ویلي د طالبانو لخوا پرافغان پوځیانو د تېرې شپې په شوي برید کې شاوخوا ۳۰ تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.

د ولایتي شورا مشر عبدالعزیزبېګ رسنیوته ویلي د وسله والو طالبانو لخوا په دوو امنیتي پوستو د برید په پایله کې۱۰تنه پوځیان وژل شوي او ۲۰ تنه نورهغه مهال د مخالفینو په برید کې ووژل شول چې طالبانو تربرید لاندې راغلو پوځیانو دمرستې لپاره په لار وو.

خو د دفاع وزارت دا رپوټونه رد کړل او ویې ویل چې په دې برید کې یوازې۱۱ تنه پوځیان وژل شوي دي.

دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې افغان حکومت له طالبانو سره په یواړخیزه توګه لس ورځنی اوربند پای ته نه دی رسیدلی او تېره ورځ د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني دسولې ولسي حرکت سره په خبرو کې ویلي، افغان حکومت چمتو دی چې د یو کال لپاره د اوربند موده وغځوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG