لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په حمله کې د کرویشیا یو عسکر وژل شوی، دوه نور زخمیان دي


په دې پخواني تصویر کې لیدل کېږي چې افغان امنیتي ځواکونه په بدخشان کې د پولې څارنې کوي
په دې پخواني تصویر کې لیدل کېږي چې افغان امنیتي ځواکونه په بدخشان کې د پولې څارنې کوي

طالبانو په کابل کې د نیټو په کاروان ځانمرگي حمله کړې ده چې پکې د کرویشیا هیواد یو عسکر وژل شوی او دوه نور زخمیان دي.

د مامورینو ترمخه، د شورو، چهارشنبې، په ورځ حمله کې برید کونکي د چاودیدونکو موادو څخه ډک خپل موټر د نېټو کاروان سره ټکر کړو چې په نتیجه کې یې د کرویشیا عسکرو ته مرگ ژوبله ورواوړیده.

طالبانو د کابل په شمالي مضافاتو کې د شوي حملې ذمه واري په غاړه واخیستله.

بلخوا طالبانو د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالۍ د نیولو دعوه هم وکړه.

د ولایتي حکومت ترجمان نیک محمد نظري وي او ای ته وویل طالبانو د یوې هفتې جگړې ورسته په کران و منجان ولسوالۍ قبضه وکړه. طالبانو وویل تر ۴٠ پورې افغان امنیتي عسکر دوی ته تسلیم شوې دي.

د بدخشان په ولسوالۍ د طالبانو د قبضې خبر په داسې حال کې راغلی چې طالبان د امریکې سره د سولې په خبرو کې بوخت دي او په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد طالبانو سره د خبرو بلې ناستې دپاره د سیمې په سفر دی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ په واشنگټن کې د پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره شریکې خب‏ري غونډې ته وویل چې د طالبانو سره په مذاکراتو کې ډیر پرمختگ شوی دی. عمران خان هم په دغه خبري غونډې کې وویل چې د بل کوم وخت په مقابل دا وخت د طالبانو سره لوظنامې ته ډیر نژدې شوې دي.

د امریکې او د طالبانو ترمنځ امکاني تړون کې حتمي شکل خپلوي نو ترمخه به یې امریکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ته انخلا نیټه ټاکی او په بدل کې به طالبان دا ضمانت ورکوي چې ترهگر به د افغانستان خاوره په نړیواله کچه د ترهگرۍ دپاره نه استعمالوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG