لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناتایده رپورټونه وايي په افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو حملې ١٢٠ تنان وژلي


د افغانستان پایتخت کابل په مغرب کې په مېدان وردک ولایت کې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په مرکز حمله کې لسگونه تنان وژلي دي او رویټرز خبري ادارې د ځینو افغان مامورینو له قوله ویلي په حمله کې د وژل شویو تنانو شمېره ١٢٠ ده.

رویټزر وايي حمله کونکو په د چاودیدونکو مواد څخه ډک هموي نومې موټر د ملي امنیت د تربيي مرکز سره ټکر کړو او د دې وروسته دوو مسلح حمله کونکو ناتاره ډزې پېل کړې.

خبري اداره د افغانستان د دفاع وزارت د یو چارواکي له قوله وايي چې د میدان وردک په حمله کې ١٢٦ تنان وژل شوي دي چې پکې د خصوصي ځواکونو اته عسکر هم شامل دي. د دفاع وزارت دغه چارواکې رویټرز سره د هغه نوم نه څرگندولو په شرظ خبرې وکړې.

د رویټرز ترمخه، د میدان وردک ځايي چارواکو هم د ملي امنیت د لسگونو کارکونکو د وژل کېدو خبره کړې ده خو حکومتي مامورینو په رسمي ډول د مرگ ژوبلې تاید ددې ویرې له کبله نه دی کړی چې د امنیتي کارکونکو حوصله وه نه غورځیږي.

رویټرز وايي د کورنیو چارو وزارت یو چارواکې ویلي ورته هدایات ورکړی شوي دي چې په حمله کې د مرگ ژوبلې شمېره دې نه ښۍ.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په میدان وردک کې د حملې ذمه واري ومنله او وې ویل چې برید کې ١٩٠ نتان وژل شوې دي خو افغان مامورین وايي طالبان اکثر په حملو کې د زیاتو تلافاتو دعوې کوي.

د ملي امنیت په مرکز حمله په داسې حال کې شوي چې په افغانستان کې د امن دپاره په سفارتي کچه کوښښونه هم روان دي او هم نن د گل، دوشنبې، په ورځ د امریکايي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د مذاکراتو ورستی دور وشو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG