لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل ځانمرگي حمله کې ٢ کسان وژل شوي


Afghanistan- A suicide attack targeted afghan police officers vehicle in east part of Kabul on 12 January 2014
Afghanistan- A suicide attack targeted afghan police officers vehicle in east part of Kabul on 12 January 2014
د افغانستان سرښار په ختیز کې د پولیس اکیډمۍ بس باندې د طالبانو په حمله کې دوه کسان وژل شوي او ٢٠ نور زخمیان شوې دي.
حمله د کابل په ختیز کې د کابل او جلال اباد په لویه لار د بائی پاس په سیمه کې شوي ده. په ظاهره ډول په نخښه کړی شوي بس کې د پولیس اکیډمۍ شاگردان، مامورین او استازان سواره وو.
د افغانستان د داخله وازت ترجمان ډاکټر نجیب دانش ویلي هم دغه بس په نخښه کړی شوی وو او د بم چاؤدنې په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي او ٢٠ زخمیان شوي دي. زخمیانو کې درې ماشومان او درې میرمنې هم شاملې دي.
طالبانو د حملې ذمه واري قبوله کړې ده.
د طالبانو حمله په داسې مهال شوي چې افغانستان د اپریل په میاشت کې کیدونکو صدارتي انتخاباتو دپاره تیاری کوي او افغان حکومت وايي د نوي صدر د انتخاب د پاره د امنیت سخت گامونه به پورته کولی شي.
افغانستان کې تازه تشدد ائنده کې د امنیت او ثبات په هکله اندیښنې نورې زیاتولی شي او په نتیجه کې يي په صدر حامد کرزي فشار نور هم زیاتیدی شي چې امریکې سره د امنیت دوه اړخیزه معاهده دې زر تر زره لاس لیک کړي.
د مجوزه معاهدې د لاندې به په یوشمیر کې امریکائي عسکر افغانستان کې د کال ٢٠١۴ ورسته پرځائې ساتلی شي. نړي وال عسکر افغانستان نه د سږ کال تر اخره پورې ته د ستنیدو اراده لري.
امریکائي چارواکې وايي که چرې د امنیت تړون زر لاس نه کړی شو نو امریکا خپل ټول عسکر د افغانستان نه راویستلی شي او په تیره یو لسیزه کې افغانستان کې د ثبات په لړ کې چې کوم پرمختگ شوی هغه د لاسه تللی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG