لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي په پروان کې د طالبانو حملې اووه عسکر وژلي


افغان حکومت اوطالبانو تراوسه په رسمي توګه د اوربند غځیدو په تړاو څه نه دي ویلي خوحکومت داوربند غځیدو ته تمه ښودلې او طالبانو ویلي هڅه کیږي چې له اوربند وروسته ترتاوتریخوالۍ کم شي
افغان حکومت اوطالبانو تراوسه په رسمي توګه د اوربند غځیدو په تړاو څه نه دي ویلي خوحکومت داوربند غځیدو ته تمه ښودلې او طالبانو ویلي هڅه کیږي چې له اوربند وروسته ترتاوتریخوالۍ کم شي

د افغانستان په پروان ولایت کې چارواکو ویلي په سیاه ګرد ولسوالۍ کې دسیمه ییزې اردو پریوې امنیتي پوستې د طالبانو په بریدونو کې اووه عسکر وژل شوي دي. دا په داسې مهال چې افغان حکومت او طالبان په غېر رسمې ډول د اوربند د غځیدو خبره کړې ده.

چارواکو په پروان کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ شوي د حملې خبر په داسې حال کې خپور کړی چې طالبانو او افغان حکومت د اختر په مناسبت د اوربند اعلان کړی و.

د طالبانو درې ورځنی اوربند سر ته رسېدلی دی او رویټرز خبري ادارې ویلي د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ ځای په ځاې نښتې شوي دي خو د افغانستان د قامي سلامتیه د مشیر ترجمان جاوېد فېصل ویلي ډزبندي پرځای ده.

د رویټرز په قول جاوېد فېصل وویل اور بند ختم نه دی، سرغړونې یې شوي دي ځکه چې دا تخیکي او پېچیده کار کدی او د دواړو فریقېنو ترمنځ ښې رابطه کارۍ ته اړتیا لري.

کابل نه د وي او ای ډیوه خبریال حقمل سادات روان په خپل رپورټ کې لیکلي چې دپروان د والي مرستیال شاه ولي شاهد ویلي د برید له امله دافغان سیمه ییز پوځ اووه تنه عسکر وژل شوي دي.

شاهد ویلي د سیاګرد ولسوالۍ اړوند د سیمه ییزې اردو پرامنیتي پوستې دطالبانواو افغان امنیتي سرتیرو ترمنځ نښتې دوام درلود او وسله والو طالبانو ته هم په دې جګړه کې مرګ ژوبله رسیدلې خودقیق شمیر یې نه دی معلوم.

حقمل وايي دپروان چارواکي په داسې حال دطالبانو د برید خبر ورکړی چې دافغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د اختر درې ورځنی اعلان شوی اوربند له اعلان پرته دیوې اونۍ لپاره غځیدلی دی.

دنا اعلا شوی اوربند د غځیدو خبره د افغان حکومت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلوپه شرط رسنیو ته کړې ده.

افغان حکومت اوطالبانو تراوسه په رسمي توګه د اوربند غځیدو په تړاو څه نه دي ویلي خوحکومت داوربند غځیدو ته تمه ښودلې او طالبانو ویلي هڅه کیږي چې له اوربند وروسته ترتاوتریخوالۍ کم شي.

په ورته وخت کې دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون د اخترپه درې ورځني اوربند کې د ۸۰ فیصده مرګ ژوبلې دکچې دکمیدو خبرورکړی.

دکمیسیون دبیان ترمخه په اوسط ډول هره ورځ دروژې په میاشت کې ۳۰ تنه وګړي مړه او ټپي کیدل خو د اختردرې ورځني اوربند پرمهال دمرګ ژوبلې کچه ۶ تنو ته رسیده.

دبشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي په درې ورځني اوربند کې په لغمان کندهاراو غزني ولایتونو کې دناامنیو په پیښو کې دماشومانو اوښځو په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي اود ۱۴ نورو دټپي کیدو یادونه یې کړې ده.

دافغانستان دبشرحقونو خپلواک کمیسیون په خپل بیان کې دجګړې له ټولو ښکیلو اړخونوڅخه غوښتنه کړې ده چې دولسي خلکو دژوند خوندیتوب ته دې خاصه توجه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG