لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په دوو ولایتونو کې د طالبانوحملو ۱۷ کسان وژلي


په افغانستان کې د تشدد ورستې پېښې په داسې حال کې رپورټ شوي چې د قطر سرښار دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د امن مذاکرات شروع شوي او د وي او ای رپورټ وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ دواړو خواو ویلي په خبرو کې یې د مذاکراتو په چوکاټ یې پرمختګ کړی
په افغانستان کې د تشدد ورستې پېښې په داسې حال کې رپورټ شوي چې د قطر سرښار دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د امن مذاکرات شروع شوي او د وي او ای رپورټ وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ دواړو خواو ویلي په خبرو کې یې د مذاکراتو په چوکاټ یې پرمختګ کړی

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې شروع شوي، د افغانستان په شمال کې په دوو ولایتونو کې د طالبانو په حملو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او شپږ ملکي کسان زخمیان شوي دي.

د افغان چارواکو په وېنا په تېرو دوو ورځو کې طالب وسله وال په افغان امنیتي پوسټونو او د حکومت پلوه ملېشو په هدفونو حملې کړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د بلخ ولایت د چارکنټ ولسوالۍ مشرې سلیمه مزاري وویل د طالبانو په دوو حملو کې درې ځايي عسکر او شپږ ملکي کسان ووژل شوو. ددغو حملو نه یوه ورځ وړاندې دوه امنیتي عسکر په جلا حمله کې وژل شوي وو.

د کندز ولایت والي ترجمان عصمت الله مرادي وویل د طالبانو په حمله کې شپږ امنیتي عسکر ووژل شوو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ولايتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي په حمله کې د زیاتو تلفاتو خبره کړې ده.

او په تخار ولایت کې د دېسي بم په جاودنه کې دوه ملکي کسان ووژل شو او ۱۲ نور زخمیان شول. د پولیس په وېنا دغه بم په موټر سایکل کې لګول شوی و.

په افغانستان کې د تشدد ورستې پېښې په داسې حال کې رپورټ شوي چې د قطر سرښار دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د امن مذاکرات شروع شوي او د وي او ای رپورټ وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ دواړو خواو ویلي په خبرو کې یې د مذاکراتو په چوکاټ یې پرمختګ کړی.

افغان مامورین وايي طالبان دې ډز بندۍ ته غاړه کښېدي خو طالبانو لا تراوسه دا غوښتنه نه ده منلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG