لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو په دوو ورځو کې د طالبانو دوه جیلونه مات کړي


واشنگټن ـ د افغانستان پوځ وایي چې په دوو ولایتونو کې یې د طالبانو دوه زندانونه مات کړي او ورنه یې لسگونه بندیان ژغورلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د کومانډو ځواکونو په مشرۍ، امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه خاص عملیات په ترڅ کې، د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې چې ډېورند لانجمنې کرښې ته څېرمه پرته ده، د طالبانو یو زندان مات کړی او ورڅخه یې ٢٨ بندیان ژغورلي دي.

د افغان حکومت وینا ده چې په دغو اته ویشتو کسانو کې، ١٦ یې ملکي وگړي او ١٢ تنه نور یې هغه افغان ځواکونه و چې د طالبانو سره اسیر پاته و.

په بیان کې دا هم راغلي چې په دې عملیاتو کې دوه طالبان وژل شوي دی.

بل پلو د افغانستان د دفاع وزیر، اسدالله خالد نن (جمعه) ویلي چې افغان کومانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو یو بل جیل هم مات کړی دی.

ښاغلي خالد پر خپل ټویټر د تصویرونو په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو دغه زندان د هلمند په سنگین ولسوالۍ کې و چې ورنه دري دېرش (٣٣) کسان آزاد شول. نوموړي دغه کسان، "زمونږ اتلان" بللي، معنا دا چې د افغان پوځ سرتیري و.

د افغانستان د دفاع وزیر ژمنه یاده کړې چې د طالبانو د جیلونو د ماتولو لړۍ به تر هغو جاري ساتي څو ټول اسیر شوي افغان سرتیري راخوشې شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستې اداره (یوناما) تیره هفته د طالبانو په جیلونو کې له بندیانو سره د بدسلوک له امله ژوره اندېښنه څرگنده کړه، خو طالبانو بیا یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل چې دوی له بندیانو سره بد سلوک نه کوي، بلکې دا افغان حکومت او خارجیان دي چې له طالب بندیانو سره بده رویه کوي.

یاده دې وي چې په تیرو څو بین الافغاني ناستو کې چې په مسکو او دوحه کې شوي، د جنگي اسیرانو د خوشې کولو موضوع هم د خبرو په لړ کې یاده شوې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG