لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قطر کې د بین الافغاني ناستې په اړه تازه څرگند شوي جزییات


د بین الافغاني کنفرانس کوربه، په قطر کې د شخړو او بشري چارو د مطالعې مرکز
د بین الافغاني کنفرانس کوربه، په قطر کې د شخړو او بشري چارو د مطالعې مرکز

که څه هم د قطر په پلازمېنه، دوحه کې راتلونکې بین الافغاني ناستې ته یوازې یوه ورځ وخت پاته دی، خو تر اوسه هم د دې کنفرانس د څرنگوالي په اړه زیات جزییات چا ته نه دي معلوم، او د کابل لخوا چې کوم پلاوی هم ټاکل شوی، د هغه پلاوي غړي نه پوهیږي چې په دې ناسته کې به په ځانگړي توگه پر کومې اجنډا هوکړه وشي.

همدا شان تر اوسه د کنفرانس د غړو وروستی شمېر چې ټولو خواوو پرې توافق کړی وي، معلوم نه دی.

مگر پر دغو ټولو سربیره، وي او اې ډېوه چې د دوحې د کنفرانس په اړه کوم تازه جزییات او معلومات تر لاسه کړي، هغه په لاندې ډول دي:

د دې بین الافغاني کنفرانس کوربه، د قطر حکومت نه دی، بلکې کوربه یې په قطر کې د شخړو او بشري چارو د مطالعې مرکز دی.

په دوحه کې د شخړو او بشري چارو د مطالعې مرکز مشر، سلطان برکات پر خپل ټویټر لیکلي چې د دوحې د بین الافغاني کنفرانس مقصد، پر یوې داسې سیاسي اجنډا د ټولو اړخونو اجماع رامنځ ته کول دي چې وکولای شي د افغانستان د جگړې د ختمولو او هغې ته د یوې سیاسي حل لارې او دایمي سولې په لور، لاره هواره کړي.

دې مرکز برخه والو ته بلنلیکونه (دعوت نامې) هم استولي او ورته یې ویلي چې د قطر ائیرویز یوه الوتکه به دوی له کابل نه دوحې ته ولېږدوي.

د افغانستان د ولسي جرگې یو غړي، عبدالستار خواصي چې نوم یې په بلل شویو کسانو کې دی، وي او اې ډېوه ته وویل چې دوی ته د واټس ـ اپ له لارې د هوټل آدرس او د تماس معلومات هم استول شوي، او په غالب گومان به د پنجشنبې یا زیارت په ورځ له کابله دوحې ته ولېږدول شي.

د ولسي جرگې غړی، عبدالستار خواصي
د ولسي جرگې غړی، عبدالستار خواصي

مگر ښاغلي خواصي دا هم وویل چې له یوې خوا ورته د تگ ویل شوي، له بله پلوه طالبانو د دولت لخوا اعلان شوی ٢٥٠ کسیز لیست تر اوسه نه دی منلی او ښایي نن شپه ناوخته یا سبا سهار طالبان خپل رسمي دریځ څرگند کړي او یو بل نوی لیست اعلان شي.

د طالبانو یو پخواني جگپوړي چارواکي، سید اکبر آغا ډېوه ته وویل چې د طالبانو لخوا به ٢٥ کسان په دې کنفرانس کې برخه اخلي.

سره له دې، آزاد خبریال سمیع یوسفزی چې په دې وروستیو ورځو کې په قطر کې و، وایي چې طالبانو تر اوسه په دې کنفرانس کې خپل د گډون پخلی نه دی کړی او گني د طالبانو د قطر د دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر به هم په کنفرانس کې گډون ونه لري.

په قطر کې د شخړو او بشري چارو د مطالعاتو مرکز مشر سلطان برکات بیا د برخه والو د لیست هرکلی کوي، خو دا نه ده څرگنده چې هدف یې کوم لیست دی. برکات پر خپل فیسبوک څو ساعته وړاندې ولیکل:

«د برخه والو لیست په ډېر ځیر سره برابر شوی څو د افغان ټولنې له هرې برخې استازیتوب په کې وشي او هدف دا دی چې دا کنفرانس تر دې ورځې د افغانانو ترمنځ د خبرواترو تر ټولو آزاد، ټول شموله، او د خلکو د استازولۍ کنفرانس وي.»

که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمیر کسانو سره چې تمه ده په کنفرانس کې گډون وکړي، ولیدل او هغو ته یې د خبرو د اجنډا سپارښتنه وکړه، مگر د ولسي جرگې غړی، عبدالستار خواصی ډېوه ته وویل چې ممکنه ده د خبرو اجنډا "في المجلس په قطر کې معلومه شي".
تر دې دمه، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جمیعت اسلامي گوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور، او په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشر غني مرستیال کاندید، امرالله صالح څرگنده کړې چې دوی به د قطر په ناسته کې گډون ونه کړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG