لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي کې د عالمانو غونډه او په افغانستان کې د طالبانو پرضد د حملو زور


په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د حکومت د ډزبندۍ له ختمېدو وروسته، که څه هم د سولې لپاره هلې ځلې جاري پاته دي، افغان حکومت د طالبانو پر ضد پوځي عملیاتو ته زور ورکړی او په تېرو څو ورځو کې یې له ١٥٠ نه ډیر یاغیان وژلي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن د اتوارـ یکشنبې په ورځ یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې یوازې "په تېرو ٢۴ ساعتونو کې، ۹ ګډ تعرضي او چاڼیز،۸۹ ځانګړي کوماندویي دندې او ۹هوایي بریدونه" د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شوي دي.

افغان پوځ زیاتوي چې هوایي ځواکونو یې هم ١٣١ ځله الوتنې کړي او د دغو ټولو پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې په یوه شپه او ورځ کې ترسره شوي، ١٢١ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. د رسمي بیان له مخې، په دې منځ کې ١٠ تنه وژل شوي کسان، د داعش جگړه ماران و.

همدا راز د غزني ولایت په سرښار او د مقر ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې هم، د ملي دفاع د وزارت په وینا، ٥٦ تنه طالبان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې نن د ملي دفاع وزیر، طارق شاه بهرامي، غزني ولایت ته تللی و او کله چې یې په غزني ښار کې امنیتي غونډه جوړه کړې وه، پرې راکټي برید وشو، خو ښاغلي بهرامي ته په کې زیان ونه رسېد. د دغه برید پړه، طالبانو منلې ده.

بل پلو چارواکو پرون د خالي ـ شنبې په ورځ وویل چې په ارزگان ولایت کې، په یو خپل منځي برید کې د امریکايي ځواکونو یو سرتېری ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. طالبانو د یو بیان په خپرولو، یو افغان سرتېري چې دا برید یې کړی و، ستایلی خو په برید کې یې د طالبانو د ډلې لاس لرل نه دي تایید کړي.

د سولې هڅې ـ د سعودي عرب غونډه

د افغانستان حکومت د طالبانو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی دی، خو هیله من دی چې په دې فشار سره وکولای شي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د همدې اونۍ د نهې ـ سې شنبې او شورو ـ چهارشنبې په ورځو به په سعودي عرب کې د اسلامي هېوادونو ستره غونډه جوړه شي او په هغې کې به، د اسلام دیني عالمان او د هیوادونو استازي، د افغانستان په هکله خبرې وکړي.

د اسلامي هیوادونو په سازمان یا او آیی سي کې د افغانستان استازي وویل چې د نهې په ورځ به لومړی په جده ښار کې د خواوشا ٥٧ هیوادونو استازي، پرانیستونکې غونډه ولري او بیا به د شورو په ورځ، د ٣٧ ملکونو استازي په مکه مکرمه کې دویمه غونډه وکړي. یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې په د سعودي عرب په غونډه کې به ١٠٨ غټ دیني عالمان گډون ولري. د افغانستان د سولې عالي شورا، طالبانو ته بلنه ورکړې چې هغوی دې هم په دې غونډه کې گډون وکړي.

مخکې تر دې، په مالیزیا او افغانستان کې هم د اسلامي دیني عالمانو غونډې شوې وې او طالبانو پر دیني عالمانو غږ کړی و چې دغه ډول غونډو ته دې نه ځي. د طالبانو یو پخواني چارواکي، وحید مژده، امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو له نظره، داسې غونډې د امریکا په لاس جوړې شوې پروژې دي.

د ناټو د مشرانو غونډه

په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو له غونډې یوه ورځ پس به، د بلجیم په سرښار، بروکسیل کې د ناټو سازمان د مشرانو غونډه جوړه شي چې په هغې کې به هم د افغانستان په اړه خبرې کیږي.

افغان چارواکي وایي چې د ناټو په غونډه کې به نړېوال، د سولې په لاره کې د افغانستان د حکومت د هلو ځلو ملاتړ وکړي، او ورسره جوخت به د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو هم خبرې وشي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د پنجشنبې ـ زیارت په ورځ ترسره شي او هغې کې به د افغانستان نه، ولسمشر محمد اشرف غني، او اجرایيه رئیس عبدالله عبدالله گډون ولري.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG