لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش او القاعده خلاف جگړې کې په طالبانو پورې زړه تړل ندي په کار ـ سنېټر گراهام


سنېټر لیندسي گراهام د رېپبلېکن گوند مخکښ غړی دی
سنېټر لیندسي گراهام د رېپبلېکن گوند مخکښ غړی دی

د صدر ډونالډ ټرمپ د رېپلېکن گوند یو مخکښ سنېټر لېندسي گراهام وایي چې هېڅ کله به په دې زړه ونه تړي چې طالبان دې د القاعده او داعش پر خلاف ودریږي.

لیندسي گراهام نن د شورو/چهارشنبې په ورځ پر خپل ټوېټر ولیکل چې د طالبانو په ارادې شک شته، او که د وړتیا یا قابلیت خبره شي، نو طالبان په افغانستان کې د القاعده او داعش عناصرو په کنټرولو کې ډېر زیات کمزوري دي.

سنېټر گراهام، چې د صدر ډونالډ ټرمپ نږدې ملاتړی هم گڼل کیږي، پر طالبانو باندې د امریکاییانو د نن ورځې د حملو ملاتړ کړی دی. امریکایي قواوو دا هوایي حملې په هلمند ولایت کې پر طالبانو کړي، او دلیل یې دا ښودل شوی چې طالبانو تشدد زیات کړی و او پر افغان ځواکونو یې حملو ته زور ورکړی و.

سنېټر لیندسي گراهام لیکي: "زه د داسې کوښښ ملاتړ کوم چې طالبان له افغان حکومت سره داسې روغې جوړې ته کښینوي په کوم کې چې د افغانستان د اساسي قانون (آئین) او د ښځو د حقونو، او د مذهبي اقلیتونو په گټه وي."

بل اړخ ته، پس له هغه چې امریکاییانو له طالبانو سره د سولې د تړون نه پس، نن (چهارشنبې) په هلمند کې طالبانو باندې بمباري وکړه، نو طالبانو کوم سخت غبرگون ونه ښود او یوازې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر ولیکل چې دوی په امضا شوې لوظنامې ولاړ دي:

دغه رېپبلېکن سنېټر، په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد امریکایي ځواکونو پر شتون هم ټینگار کړی دی، او لیکلي یې دي: "ښه خبر دا دی چې کیدای شي د ترهگرۍ ضد په نسبتا" کمه اندازه امریکایي عسکرو سره، د امریکا ملک له هغو خطرو څخه په امان کې پاته شي کوم چې داعش او القاعده یې له افغانستان څخه پېښولای شي."

سنېټر گراهام دا هم ویلي چې که صدر اوباما هم په عراق کې د ترهگرو د ځپلو دپاره یوه اندازه ځواک پرې ایښی وای، نو په هغه ملک کې به داعش نه پیدا کېده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG