لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: طالبانو په غزني کې په امنیتي غونډه راکټي بریدونه ترسره کړي


افغان چارواکو پخلی کړی د اتوار یا یکشنبې په ورځ د هیواد په غزني ولایت کې د سترو امنیتي چارواکو په یوه بېړنۍ غونډه طالبانو راکټي بریدونه کړي چې پکې دوه افغان عسکر او یو شمیر اولسي وګړي ژوبل شوي.

د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بحرامي هم د دغه ولایت سر ښار غزني په سفر دی چرته چې هغه په دغه ولایت کې ورځ تر بله خرابیدونکي امنیت په سر د یوې غونډې مشري کوي. غزني ولایت کې په تیرو څو ورځو کې طالب وسله والو یو شمیر بریدونه ترسره کړي.

د غزني ولایت د والي ویاند وي او ای ته ویلي د اتوار په ورځ غرمه افغان طالبانو یو شمیر راکټي بریدونه کړي چې پکې یو د ګورنر یا والي په دفتر پریوتی، چرته چې د سترو امنیتي چارواکو غونډه روانه وه.

د والي ویاند عارف نوري زیاته کړې په دغه برید کې د افغان ملي پوځ دوه عسکر ژوبل شوي او نورې راکټې بیا په شاه وخوا حکومتي ودانیو پریوتي.

د غزني ښار د هسپتال چارواکو وي او ای ته پخلی کړی په دغه بریدونو کې اته عام خلک هم ژوبل شوي.

د افغان طالبانو یو ویاند بیا مطبوعاتو ته ویلي په دغه برید يې د امنیتي چارواکو غونډه په نخښه کړې او پکې د مرګ ژوبلې دعوه هم کړې. طالبانو دعوه کړې په دغه غونډه کې د امریکا پوځي کمانډرانو هم ګډون کوو.

د خالي یا شنبې په ورځ افغان طالبانو په غزني ولایت کې پلان شوي اته بریدونه ترسره کړي . غزني ولایت د افغانستان سرښار کابل د هیواد هیواد جنوبي ولایتونو سره تړونکي لوې سړک په غاړه پروت دی.

د غزني ولایت یوې ولسوالۍ په مرکز د افغان طالبانو په یو برید کې د صدر اشرف غني د خصوصي پولیس ځواک کمانډر په شمول شپږ نور عسکر هم وژل شوي دي.

د اتوار په ورځ په افغانستان کې د تشدد دغه پېښې په داسې مهال ترسره شوي چې یوه ورځ وړاندې د خالي په ورځ د امریکا د مشرۍ لاندې پوځي ایتلافي ویلي، د افغانستان په سویلي ولایت کې په یو خپل منځي برید کې یو امرکايي پوځي وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي.

تیره ورځ د امریکا پوځي چارواکو په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې دا پېښه په سویلي افغانستان کې رامنځ ته شوې خو د برید مشخص ځای یې نه دی ښودلی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوو امریکايي ټپيانو حالت له خطره بهر دی.

تر پېښې وروسته طالبانو یو بیان خپور کړ چې په کې یې له یو افغان سرتېري څخه د دغه برید مننه او ستاینه کړې، خو د برید په ترسره کېدو کې د لاس لرلو په اړوند یې څه نه دي ویلي.

په کال ۲۰۱۸م کې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو دا درېیمه پېښه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG