لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني چارواکي د افغانستان حالاتو ته څنګه ګوري؟


Pakistan Parliament National Assembly Senate

په داسې حال کې چې طالبان کابل ته رسیدلي او صدر اشرف غنې هیواد پريښودلی دی، د افغانستان د سیاسي رهبرۍ لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته په سفر تللی دی.

د افغانستان د پاره د پاکستان استازي محمد صادق د یو ټویټ د لارې ویلي، د ولسي جرګي سپیکر رحمان رحماني، صلاح الدین رباني ، محمد یونس قانوني، استاد محمد کریم خلیلي، احمد ضیا مسعود، استاد محمد محقق، احمد ولي مسعود، عبداللطیف پدرام او خالد نور په ګډون یوې لوړ پوړي ډلې د اسلام اباد سفر کړی دی.

دوی به له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړي.

په دې سره د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان په حالاتو د قامي سلامتیا غونډه رابللې چې په کې به د هیواد سیاسي او عسکري مشران ګډون کوي.

بل پلو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ملتان کې مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي و، چې افغانستان کې امن غواړي او دا وخت د افغان مشرانو د آزمایش وخت دی.

شاه محمود قریشي زیاته کړه: "د افغانستان په اړه مونږ څه خپله اېجنډا نلرو، مونږ یوازې امن او استحکام غواړو. د پاکستان رول به مثبت وي. مونږ په څرګنده ویلي چې د دوی په کورنیو معاملو کې مداخت ندی کړی او نه یې د کولو اراده لرو. په افغانستان کې مونږ هېڅ فیوریټ یا د خوښې راوستل نه لرو.

د افغانستان د مستقبل پریکره به د افغانانو پخپله د خبرو د لاری کول وي، او پاکستان به د افغانستان په کورنۍ معامله کې لاسوهنه نه کوي.

دوی دا هم ویلي چې د عاشورا وروسته به د افغانستان په معامله د ګاونډي هېوادونو له مشرانو سره هم رابطې کوي.

بل طرف ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویل شوي چې پاکستان په افغانستان کې د خپلې سفارتخانې د تړلو څه کومه پرېکړه نده کړې. همدا ویل شوي چې د افغانستان د ستونزې هوارۍ دپاره په کار ده چې سفارتي هڅې دوام ولري.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرش د اتوار/یکشنبې په ورځ، په افغانستان کې له طالبانو او ټولو دخیلو اړخونو څخه غوښتي "د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره دې ډېره هڅه وکړي، او ډاډ دې رامنځ ته کړي چې بشري اړتیاوو ته رسیدګي کیږي".

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستېفن دوجاریک، ویلي، چې ښاغلي ګوتېرش "له طالبانو او ټولو خواوو څخه غواړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې بشردوستانه نړیوال قوانین، حقونه او د ټولو خلکو ازادۍ ته درناوی شوی او ساتنه یې کیږي".

XS
SM
MD
LG