لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د طالبانو په ځانمرگي حمله کې لږ تر لږه ١۴ کسان وژل شوي


طالبانو په کابل کې د حملې ذمه واري په داسې حال کې واخیسته چې یوه ورځ وړاندې یې خبرداری کړی و چې افغانان دې په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې برخه وانخلي
طالبانو په کابل کې د حملې ذمه واري په داسې حال کې واخیسته چې یوه ورځ وړاندې یې خبرداری کړی و چې افغانان دې په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې برخه وانخلي

د افغانستان پایتخت کابل کې د پولیس د یوې ودانۍ سره نژدې د طالبانو په موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه ١۴ کسان وژل شوي دي.

دکورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات خبري غونډې کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د طالبانو په برید کې د تلفاتو په اړه وویل "دتلفاتو په اړه باید ووایم چې د نن ورځې په دې برید کې زمونږ ۱۴ تنه هیواد وال وژل شوي دي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي،په ټپیانو کې ۹۹ تنه ملکي وګړي دي اوپاتې نورامنیتي سرتیري دي."

افغان صدر اشرف غني په کابل کې د تشدد تازه پېښه وغندله او ویې وېل چې ترهګرنه یوازې دا چې نه شي کوالی په دې ډول بریدونو د سولې په پروسه کې امتیاز ترلاسه کړي بلکې د افغان امنیتي ځواکونه به یې په سختۍ وځپي.

طالبانو د حملې مسولیت په غاړه واخیستو او ویې وېل د کابل په غربي برخه کې یې د پولیس د گمارنې مرکز په هدف کړی و.

برید د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د پولیسو مرکز سره نژدې وشو.

افغان چارواکو وویل موټربم چاودنه سهار د نهه بجو په وخت کې د پولیسو ماموریت په دروازه کې ترسره شوه.

عایني شاهدانو وویل چاودنه ډیره قوي وه او هغه مهال رامنځته شوه چې له بریده وړاندې په سیمه کې دخلکو ګڼه ګوڼه ډیره وه.

دموټربم برید سیمې ته پوځي سکول (عربی ښوونځۍ) هم نژدې موقعیت لري چې په دې ځای کې په سلګونه زده کوونکي په پوځي زده کړوبوخت دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وي او ای ډيوې ته وویل د موټربم برید په ټپیانو کې ښځې اوماشومان هم شامل دي. نوموړي وویل د یوشمیر ژوبل شویو کسانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي چې د وژل شویو کسانو په شمیر کې اضافه والی راشي.

طالبانو په کابل کې د حملې ذمه واري په داسې حال کې واخیسته چې یوه ورځ وړاندې یې خبرداری کړی و چې افغانان دې په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې برخه وانخلي.

یوه هفته وړاندې په کابل کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه دفترد ځانمرګو بریدونو او له وسله والو بریدونو په پایله کې دزرغون بهیر اړوند د ۲۰کسانو په ګډون ۳۰ تنه ولسي خلک وژل شوي وو او ۵۰ نورټپیان شوي وو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د طالبانو د حملې په اړه د افغانستان د داخله وزارت ترجمان نصرت رحیمي وویل حمله کونکي د خپل موټربم په داسې حال کې خلاص کړو چې امنیتي چارواکو د پولیس د مرکز نه په لږه فاصله هغه په یو چېک پوسټ ودروولو.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د حملې ذمه واري ومنله. هغه وویل په چاودنه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی رسېدلی ځکه چې د سخت امنیت دلاندې سیمه کې ملکي کسانو ته د تگ اجازه نه ورکړی کیږي.

د چاوندنې وروسته د کابل غربي برخې دپاسه لوگی لیدل کېدو او په ټېلې وژن لیدل کېدل چې چاودنې د پېښې ځای سره نژدې یو شمیر ودانیو ته زیان رسولی دی.

بلخوا، د افغانستان خصوصي امنیتي ځواکونو په کابل کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د داعش د دوو بمونو جوړوولو دوه مرکزونو خلاف عملیات ترسره کړې دي.

د افغانستان استخباراتي ادارې ملي امنیت په یو بیان کې وویل د ١٠ گنټو په دغو عملیاتو کې د داعش دوه وسله هم ووژل او د ترهگرۍ د ممکنه پېښې مخنیوی یې وکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG