لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرځل د سولې د خبرو په شروع کېدو سره ولې افغانستان کې تشدد زیاتیږي؟


د افغانستان په پلازمینه کابل کې نن د طالبانو ډله ییزې حملې، گڼ شمیر کسان مړه او زخمیان کړل. دا برید په داسې حال کې وشو چې د قطر په پلازمینې دوحه کې د طالبانو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي ترمنځ د افغانستان د سولې د مذاکراتو نوی دور پیل شوی دی.

دا لومړی ځل ندی چې د سولې د مذاکراتو په جریان او یا په درشل کې یې په افغانستان کې د تشدد لویې پیښې رامنځته کیږي. طالبانو پخوا هم د سولې د خبرو وړاندې یا په جریان کې یې په افغانستان کې حملې کړي او ترې لوی خبرونه جوړ شوي دي. د سولې د هغو کرارو خبرو او د دغو خونړیو حملو ترمنځ اړیکې څه دي؟

یو پخوانی افغان ډیپلومات او سیاسي څیړونکی، صفت الله صافی وایي طالبان ښایي د سولې د خبرو په دوران کې په پوځي حملو وغواړي چې سیاسي امتیازات ترلاسه کړي، خو دا امتیازات "د افغانستان د خلکو د وینې په قیمت" اخیستل کیږي.

سیاسي څیړونکی او پخوانی ډیپلومات، صفت الله صافی
سیاسي څیړونکی او پخوانی ډیپلومات، صفت الله صافی

ښاغلی صافی وايي: "طالبان تلاش کوي چې د دغو ډول حملو په نتیجه کې وښیي چې دوی په پوځي برخه کې لوی لاس لري. په کابل کې د دغه راز حملو پلانول، یو ځانگړی پیغام لري، هم امریکاییانو ته او هم افغان حکومت ته."

افغان ولسمشر، محمد اشرف غني په کابل کې د طالبانو نننۍ حمله غندلې او ویلي یې دي: "د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر اساس د سولې پروګرام پرمخ وړي، خو طالبانو د دې وحشي برید په ترسره کولو سره یو وار بیا د جګړې د دوام او پر ملکي وګړو د بریدپه اړه خپل شوم نیت وښوده."

​ولسمشر غني ټینگار ښودلی چې افغان وسله وال ځواکونه به په هر ځای کې تروریستي ډلې وځپي.

مگر بل پلو د طالبانو یو پخوانی مشر سید اکبر آغا چې اوس په کابل کې دی، بیا د ملامتۍ گوته دولت ته هم نیسي، او دواړو لورو څخه د نرمښت غوښتنه کوي.

سید اکبر آغا وي او اې ډیوه ته وویل:

"ښه خبره خو دا وه چې په افغانستان کې د سولې د خبرو سره په دواړو طرفونو کې نرمښت راغلی وای. مثلا" پرون په میدان ښار کې پر یوې مدرسې باندې بمبار وشو، ١٦ ـ ١٥ ماشومان له منځه ولاړل."

د طالبانو یو پخوانی چارواکی، سید اکبر آغا
د طالبانو یو پخوانی چارواکی، سید اکبر آغا

یاده دې وي چې که څه هم طالبانو دعوه کړې چې نن یې پر یو پوځي هدف حمله کړې او گڼ پوځیان یې وژلي، خو حکومتي سرچینې او د روغتونونو چارواکي بیا وایي چې د پیښې اکثره زخمیان، ملکي وگړي او د ښوونځي ماشومان دي، او په وژل شویو کې هم یو ماشوم او یو ملکي کس شامل دی.

سید اکبر آغا د سولې د مذاکراتو په هکله خوشبیني څرگنده نکړه، او ویې ویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شپږم پړاو وروسته خبرې، د هغه په نظر، غیر اطمیناني دي او باور یې پرې نشته.

د دې بې اطمینانۍ د دلیل په اړه یې وویل: "د امریکا هغه ټیم چې له خلیلزاد سره راغلی دی، هغه کوښښ کوي چې د اوربند موضوع راپیش کړي. دلته خلکو ته ځیني اشتباهات پیدا کیږي چې کیدای شي دا به په دې نسبت باندې وي چې هغه د خارجیانو د وتلو خبره په کې هیره شي."

افغان سیاسي څیړونکی صفت الله صافی بیا وایي چې اوس مهال په کابل کې د طالبانو د ځانمرگو چاودونو یو دلیل دا هم کیدای شي چې طالبان تر پوځي فشار لاندې راغلي دي، او هغوی په دې توگه د حکومتي حملو په وړاندې عکس العمل ښیي.

افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد پراخ هوایي بریدونه پیل کړي او وخت ناوخت د طالب کمانډرانو او سیمه ییزو مشرانو د وژل کیدو خبر ورکوي. افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ او په فاریاب ولایت کې د بلچراغ ولسوالۍ چې د سټراټیجیک موقعیت له اړخه مهمه گڼل کیږي، هم ونیوله.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG