لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ٢٠٠ وسله وال، ٣ غیر ملکي عسکر وژل شوي


افغانستان کې د حکومت مخالفینو خلاف د افغان ځواکونو د کاروائي په اړه د افغانستان ددفاع وزارت ترجمان د اتوار په ورځ کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکړې دي
افغانستان کې د حکومت مخالفینو خلاف د افغان ځواکونو د کاروائي په اړه د افغانستان ددفاع وزارت ترجمان د اتوار په ورځ کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکړې دي
افغان ځواکونو د افغانستان په دریو ختیزو ولایتونو کې د حکومت مخالفینو خلاف کاروائي کې په تیرو دریو هفتو کې تر ٢٠٠ ؤ پورې وسله وال وژلې دي او افغانستان کې میشته نړي والو ځواکونو د اتوار په ورځ ویلي درې عسکر د وسله والو په حمله کې وژل شوي دي.
افغانستان کې میشته د نړي والو ځواکونو ائتلاف یو بیان کې ویلي د ائیساف درې عسکر په ختیز افغانستان کې د وسله والو په حمله کې وژل شوي دي. ائیساف د وژل شوؤ عسکرو د قومیت په هکله څه معلومات نه دي وړاندې کړي.
افغانستان کې د حکومت مخالفینو خلاف د افغان ځواکونو د کاروائي په اړه د افغانستان ددفاع وزارت ترجمان د اتوار په ورځ کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکړې دي.
د وزارت ترجمان جنرل ظاهر اعظیمې وویل په تیرو دریو هفتو کې افغان ځواکونو د وسله والو خلاف په لوگر، پکتیا او ننگرهار ولایتونو کې کاروایانې کړې دي.
جنرل اعظیمې وویل کاروائي کې تر د ٢٠٠ ؤ پورځ وسله وال وژل شوي، یو شمیر زخمیان او ځېنې نیول شوي دي. د کاروائي په نتیجه کې ١٧ افغان عسکر هم وژل شوي دي.
جنرل اعظیمې وویل د حکومت مخالفینو خلاف د افغان ځواکونو کاروائي ډیره اهمیت لرې او دا ځکه چې دغه عملیات افغان ځواکونو د نړي والو عسکرو د کومک پرته ترسره کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG