لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس او سیاسي لانجې – د افغانستان د سولې بهير ته غټ چلېنجونه


داسې ښکاري چې په افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو پر سر دوامداره کشالې، او تر څنګ یې د کرونا وایرس د خورېدو مسئلې په هغه هېواد کې د سولې او روغې جوړې هڅو ته لا زیاتې ستونزې راپیدا کړي دي.

افغان چارواکو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ، د کرونا وایرس د پنځو نویو کېسونو د پیدا کېدو خبر ورکړ چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا وایرس د تایید شویو پېښو شمېر، ۱۶ ته ورسېد. داسې وېره شته چې ممکن دا شمېره پسې زیاته شي، ځکه په دې وروستیو کې په زرګونو زائرین او کډوال له ایرانه تازه راستانه شوي دي، چېرته چې د کرونا وایرس پېښې ډېرې دي او سلګونه کسان یې وژلي دي.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد، په قطر کې له طالبانو سره د امریکا د لوظنامې تر دستخط وروسته، کابل ته ولاړ چې هلته د بین الافغاني مذاکراتو دپاره په کابل کې د حکومت او نورو ډلو د یو مشترک مذاکراتي ټیم د جوړېدو هڅې تېزې کړي.

خو له هغه وخته راهېسي، خلیلزاد د صدر غني او د هغه د سیاسي رقیب عبدالله عبدالله ترمنځ په جوړجاړي لګیا دی. صدر غني د انتخابات د ګټونکي په توګه لوړه (سوګند) وکړ او په نړېواله کچه هم په رسمیت وپېژندل شو، مګر عبدالله عبدالله چې پخپل سر ځان ته ولسمشر وایي، تر اوسه چا په رسمیت ندی پېژندلی. د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي ناندرې لا روانې دي.

د امریکا استازي زلمي خلیلزاد تر اوسه څو څو ځله له دواړو سره لیدلي دي، خو داسې معلومیږي چې د دوی د سیاسي لانجې په هوارولو کې تر اوسه ندی کامیابه شوی.

په افغانستان کې د ناټو غیرپوځي استازی نیکولاس کې د خالي یا شنبې په ورځ پر ټوېټر یوه ویډیو خپره کړله او پر افغان مشرانو یې غږ وکړ چې ډېر زر دې خپل منځي اختلافات حل کړي او جوجاړی دې وکړي.

نیکولاس کې وویل: "په داسې حال کې چې کرونا وایرس پر ټولې نړۍ سیوری غوړولی او د عامه صحت بحران او اقتصادي بحران یې رامنځ ته کړی دی، دا عجیبه ده چې سیاسي مشرتابه نشي کولای د خپلو اختلافاتو دپاره کوم لاره پیدا کړي او ملک سره یو موټی کړي، هم د خلکو د صحت په خاطر او هم د سولې په خاطر."

تشدد دوام لري

په همدې حال کې، طالبان او حکومت یو بل ملامتوي چې د هېواد په ځینو سیمو کې یې تازه حملې ترسره کړي دي. د تشدد زیاتېدل، د امریکا و طالبانو د لوظنامې عملي کولو ته خنډونه پېښولی شي.

په کندهار ولایت کې چارواکو وي او اې ته وویل، یو عسکر چې په پټه د طالبانو کس و، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ یې پر افغان امنیتي قواوو ډزې وکړې او کم از کم اوه افغان عسکر یې ووژل.

طالبانو هم دا منلې چې دا کس د دوی جنګیالی و، په حکومتي قواوو کې یې لاره موندلې وه، او د عسکرو له وژلو وروسته يې واپس طالبانو ته پناه وړې ده.

د مارچ پر ۶مه په کابل کې د عبدالعلي مزاري پر یادغونډه برید وشو
د مارچ پر ۶مه په کابل کې د عبدالعلي مزاري پر یادغونډه برید وشو

د زندانیانو د خوشې کولو پر سر جنجال

په قطر کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ کومه لوظنامه امضا شوه، د هغې له مخې تمه کېده چې په افغانستان کې به جنګ سوړ شي او د مارچ پر لسمه به د بین الافغاني خبرو دپاره لاره هواره شي. خو زنداني طالبانو د خوشې کولو پر سر راولاړ شوي اختلافات د دې سبب ګرځېدلي چې بین الافغاني خبرې وځنډیږي.

تمه کېده چې د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې، افغان حکومت تر ۵۰۰۰ طالب زندانیان له بنده خوشې کړي او په بدل کې یې طالبان هم ۱۰۰۰ تنه چې له دوی سره اسیر دي، آزاد کړي. خو ولسمشر غني تېره هفته امر وکړ چې پنځه زره طالب بندیان په تدریج خوشې کوي، هغه داسې چې اول به د ورځې سل سل تنه خوشې کوي تر پنځلسو ورځو چې یو نیم زر کسان شي، او بیا د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې به هرو دوو هفتو کې سلګونه طالبان له بنده خوشې کوي، هغه هم په دې شرط چې طالبان په تشدد کې د پام وړ کم والی راولي.

طالبانو په تېزۍ سره دا پلان رد کړ او غوښتنه یې وکړه چې د دوی ۵۰۰۰ بندیان دې فوري او بغیر له کوم شرط څخه خوشې کړی شي.

د کابل په پلچرخي زندان کې بندي طالبان
د کابل په پلچرخي زندان کې بندي طالبان

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وي او اې ته وویل: "[د امریکا او طالبانو] د لوظنامې په متن کې روښانه ویل شوي چې ټول ۵۰۰۰ بندیان به بغیر له کوم شرطه خوشې کیږي هغه هم د بین الافغاني مذاکراتو وروسته."

د یکشنبې/اتوار په ورځ د ولسمشر غني یو سلاکار، وحید عمر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغان حکومت به ټول ۵۰۰۰ بندیان په یوځل او د دې تضمین نه بغیر چې دوی به بیا جنګ نه کوي، نه خوشې کوي.

وحید عمر وویل: "مونږ لا اوس هم د طالب بندیانو د لېستوتو په ارزولو، د هغو په پېژندلو، او د هغوی د جرمونو د څرنګوالي د ارزولو په پروسې بوخت یو. مونږ دلته یو قانوني نظام لرو او نشو کولای چې بس همداسې سترګې پټې کړو او طالب بندیان خوشې کړو."

هغه دا ونه ویل چي د دوی دا پروسه به څومره وخت ونیسي.

د امریکایي عسکرو د وتلو چارې

امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره د خپلو جلا جلا لوظنامو پر اساس، "شرایطو ته په کتلو" سره د تېرې هفتې د ګل/دوشنبې ورځې راهیسي له افغانستان څخه د خپلو عسکرو راایستل پیل کړي دي. د ټرمپ انتظامیې توافق کړی چې په څوارلسو میاشتو کې به ټول امریکایي او ائتلاف ځواکونه له افغانستانه راوځي.

د دې په بدل کې طالبانو منلې چې د خپل واک لاندې سیمو کې به چا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د امریکا خلاف استعمال کړي.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ وعده کړې چې له افغانستانه به ټول امریکایي پوځیان وباسي
د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ وعده کړې چې له افغانستانه به ټول امریکایي پوځیان وباسي

د سولې بهیر او د کرونا وایرس خطر

د امریکا د خارجه وزارت یو پخوانی مامور پروفیسر بارنېت روبین په ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې د کرونا وایرس د خورېدو کچه معلومه نده، ځکه په افغانستان کې صحي نظام نیمګړی دی او د ټېسټ کولو سهولتونه هم کم دي.

بارنېټ روبین زیاتوي چې افغان ولس ته د کروناوایرس له امله پېښ شوی خطر، د افغان سولې په لاره کې پراته خنډونه لا پسې زیاتولی شي. هغه لیکي: "د تربګنیو د ختمولو دپاره د عامه صحت له اړخه زورور منطقي دلایل شته دي. د وبا د خورېدو د مخنیوي د پاره، ټول قوتونه باید ډزبندي وکړي او ځانونه دې په مرکزونو کې خوندي کړي یا دې د جنګ کرښې بیخي پرېږدي او کورونو ته دې ستانه شي، ځکه د قواوو یوځای راټولېدل هم د مرض د خورېدو خطرې زیاتوي."

افغان حکومت په ټول هېواد کې خصوصي او سرکاري ښوونځي (سکولونه) او پوهنتونونه تر یوې میاشتې پورې تړلي دي.

زرګونه افغانان په تیرو دوو هفتو کې له ایرانه راستانه شوي او ګومان کیږي چې له ځانونو سره به یې کرونا وایرس هم افغانستان ته انتقال کړی وي.

د افغانستان د کډوالو وزیر د یکشنبې/اتوار په ورځ پارلمان ته وویل چې لس تنه افغان مهاجر په ایران کې د کرونا وایرس له امله مړه شوي او ګڼ شمېر نور ناروغ شوي دي.

د افغانستان د هرات ولایت والي ویلي چې هغه له داسې ورځې په وېره کې دی چې بیا به افغان چارواکي د کرونا وایرس له امله د مړو شویو کسانو د مړو په ټولولو ونه رسیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG