لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اتمر : د ۶۰۰ خطرناکو بندیانو نه خوشي کیدل د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده 


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې هغه طالب بندیان چې حکومت یې د نه خلاصیدو خبره کوي د افغان حکومت صلاحیت نه دی او د بین المللي ټولنې غوښتنه ده چې باید خوشي نه شي.

دا خبرې محمد حنیف اتمر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کابل کې خبري غونډې ته د افغان سولې په هکله د افغان حکومت د هڅو په تړاو په وینا کې وکړې.

ښاغلي اتمر زیاته کړه ،چې په د نړیوالو غوښتنه داده ، چې دا بندیان په مختلفو جنايي او نورو لویو جرمونو کې ښکېل دي ، زموږ ماشومان یې وژلي نو له دې امله باید خوشي نشي .

اتمر دا هم وویل ، چې په دې اړه موږ باید نړیواله او سیمه ییزه اجماع رامنځته کړو او نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړو ، چې د جنګ تر ټولو ډیره قرباني خپله افغانانو ورکړي ده ،نو د سولې لپاره دې یاد طالب بندیان خوشي شي.

دده په خبره دوی د یادو طالب بندیانو د خوشي کیدو په اړه نړیوالې ټولنې ته په قناعت ورکولو بوخت دي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه " په دې ۶۰۰ کسانو کې ځينې داسې کسان دي، چې دنیا موږ ته وايي ، چې خوشي یې نکړئ ،هغوی تاکید کړی دی ، چې دا مه پریږدئ زموږ خلک یې وژلي دي،م موږ ورته وايو ، چې زموږ خلک یې هم او موږ تر ټولو ډیره قرباني ورکړي ،دا اسانه مسله نه ده چې حل یې کړو،بدن له دې چې سیاسي اجماع ورته جوړه نه کړو دا زموږ صلاحیت نه دی ، هغه چې شدید اعتراض پرې موجود دی ، هغه به په بله مرحله کې خوشي شي."

اتمر دا هم څرګنده کړه چې د خوشالۍ ځای دی چې ۱۲ هېوادونو خپل چمتووالی ښودلی چې د افغانانو خپلمنځي خبرو کوربتوب وکړي، لس هېوادونه د سیمې او دوه د اروپا دي.

د نوموړي په خبره، ترکیه، ایران، قطر، اندونیزیا، جاپان، ناروې او جرمني د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دا وړاندیزونه یې کړي دي.

حنیف اتمر هم خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو د پیل په هکله چې تراوسه کومه اجماع ده هغه دا ده چې د خبرو پیل له قطر وشي.

طالبانو هم بیا بیا ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په نامستقیم ډول په دې موافقه شوې ده چې د خبرو پیل به له قطر کېږي بیا به د دې خبرو نور پړاوونه په نورو هېوادونو کې ترسره کېږي.

اتمر د پاکستاني پوځیانو وروستیو راکټي بریدونو او په ډیورڼد کرښه باندې د دروازو جوړولو په اړه رسنیو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل دوی هڅه کوي دا موضوع د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو مذاکراتو له لارې حل کړي .

ده وویل " دا عمل په شدت غندم ، دا یو ډیر ناوړه عمل دی ، چې ملکي خلک په دې ترتیب په جنګ کې قرباني کیږي ،کومه مسله چې د ډیورڼد د کرښې په اړه ده ، هغه باید د خبرو له له لارې حل شي ،نه باید د وسلې څخه کار واخیستل شي او نه باید داسې حال رامنځته شي ،موږ دوه کاره شروع کړي و چې یو هلته د کرښې په امتداد قومندانانو خبرې اترې شروع کړي او بل موږ د ډیپلوماتیکو لارو چارو بحثونه روان کړي ."

د اتمر په خبره د دوی خبرې روانې دي، موضوع بررسي کیږي او د پاکستاني لوري سره د خبرو له لارې دا موضوع حل کوي .

د کونړ چارواکي وايي ،چې د سرکاڼو او مرورې ولسواليو پر سرحدي پوستو باندې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي .

د کونړ سرپرست والي ډاکټر ګل محمد بیدار نن رسنیو ته په یو ویډیویي پیغام کې وویل"په دې بریدونو کې ۶ کسان شهیدان او ۱۱ تنه ټپي شوي،چې میرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي ."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ډول بریدونه او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د خپلسرو تاسیساتو رامنځته کول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل ګرځېدلای شي، په هېڅ وجه د افغانستان اسلامي جمهوريت ته د منلو وړ نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG