لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي د طالب قیدیانو د ازادولو تیاری یې نیولی یوازې د امر منتظر دي


 د 400 طالب بندیانو په اړه د ولسمشر لخوا د سولې مشورتي جرګه راغوښتل شوه چې پکې د افغانستان د 34 ولایتو څخه څه د 3000 نه زیاتو استازو ګډون وکړ او د دریو ورځو د خبرو او بحثونو وروسته دې موافقې ته ورسیدل چې حکومت دې یاد بندیان د داخلي او نړیوالو تضمینونو په اخیستلو خوشي کړي
د 400 طالب بندیانو په اړه د ولسمشر لخوا د سولې مشورتي جرګه راغوښتل شوه چې پکې د افغانستان د 34 ولایتو څخه څه د 3000 نه زیاتو استازو ګډون وکړ او د دریو ورځو د خبرو او بحثونو وروسته دې موافقې ته ورسیدل چې حکومت دې یاد بندیان د داخلي او نړیوالو تضمینونو په اخیستلو خوشي کړي

د افغانستان ملی امنیت چارواکي وایي که حکم نن لاسلیک شي د خپل تخنیکي او لوجیستیکی پلان د جوړولو ورسته به د بندیانو د خوشی کولو پروسه پیل کوي.

وروسته له هغې چې د 400 طالب بندیانو په اړه د ولسمشر لخوا د سولې مشورتي جرګه راغوښتل شوه چې پکې د افغانستان د 34 ولایتو څخه څه د 3000 نه زیاتو استازو ګډون وکړ او د دریو ورځو د خبرو او بحثونو وروسته دې موافقې ته ورسیدل چې حکومت دې یاد بندیان د داخلي او نړیوالو تضمینونو په اخیستلو سره خوشي شي.

د افغانستان جمهور رئیس د جرګې په وروستۍ ورځ د جرګې غړو او ګډونوالو ته په خپله اختطامیه وینا کې وویل، چې لوی جرآت په جنګ کې نه دی، لوی جرآت په سوله کې دی.

او جمهور رئس غني د جرګې د پریکړې د قدر دانۍ تر څنګ د 400 طالب بندیانو د خلاصون اعلان وکړ.

په ملي امنیت شورا کې د ملکیانو د خوندیتوب او د پخلاینې د چارو مشر انتظار خادم وایي د ولسمشر د حکم سره سم به د بندیانو د خلاصون پروسه پیلوي او ټول تخنیکي او لوجیستیکي مسایل یې تنظیم کړي دي.

ښاغلي خادم وایي " امید دی چې زر تر زره حکم وشي موږ یې د خلاصو پروسه پیل کړو، ممکن سبا ته او یا هم که کوم تغیر رامنځته شي بیا د حالاتو سره به یې خلاصوو ولې د ولسمشر په خبرو کې همدومره شدت او سراعت موجود دی چې موږ ځنګه دغه خلک خلاص کړو له هغه وروسته بیا بین الافغاني مذاکراتو ته دروازه پرانیستل کیږي ، دا بندیان موږ په یوه ورځ کې هم خلاصولی شوو"

ده وویل چې د ولسمشر حکم او حالاتو ته په کتو به دغه پروسه پیل شي.

د سیاسی چارو شنونکی او د پوهنتون استاد فیض ځلاند وایي چې د طالبانو لخوا د بین الافغاني خبرو تیاری د امریکا سره د تړون د لاسلیک کولو سره سم پیل شوی او د دغه تړون لاسلیک د طالبانو اصلي لوری د افغانانو لوری وګرځیدو او ټاکل شوي وه چې د دغه تړون څخه لس ورځې وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي خو د افغان کومت لخوا تیاری موجود نه وو.

ښاغلی ځلاند زیاتوي" طالبانو تیاری درلوده چې لس وروسته د تړون د لاسلیک څخه به بین الافغاني خبرې ته ځي خو د کابل لخوا نه دا تیاری موجود نه وو، اوس تمه ده چې د طالبانو پاتې 400 بندیان ژر خوشي شي د خوشي کیدو سره سم به طالبان په یوه اوونۍ کې د بین الافغانی خبرو لپاره تیاری نیسي"

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي که دا څلور سوه بندیان یې خوشې شي په یوه اوونۍ دننه به بین الافغاني خبرو ته چتمو شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر سیاسی دفتر ویاند ښاغلي شاهین له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې ویلي دي چې د خبرو لومړی پړاو به د قطر په دوحه کې تر سره شي او د دوی د 21 کسیزه پلاوي مشري به عباس ستانکزی کوي. د سولې د مشورتي لویې جرګې او اوربند په اړه یې هم ویلي دي چې اوربند د بین الافغاني خبرو د اجنډا یو توکی دی او د دوحې تړون کې واضح لیکل شوي دي او پدې اړه به هم بحث کیږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمي خلیلزاد ویلي دي چې څو راتلونکو ورځو کې به د 400 طالب بندیانو د ازادولو بهیر بشپړ شي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر پاڼې د مشورتي لویې جرګې له هرکلي سره ویلي دي چې د بندیانو د ازادۍ بشپړېدو سره به د افغان حکومت مرکچي پلاوی به دوحې ته د خبرو په موخه سفر وکړي.

هغه همداراز لیکلي دي "موږ تمه لرو چې تر څو راتلونکو ورځو پورې د بندیانو د ازادۍ بهیر بشپړ شي، وروسته به د حکومت مرکچي پلاوی دوحې ته سفر وکړي او د افغانانو ترمنځ د خبرو پړاو به پیل شي"

وروسته له هغې چې په کابل کې د افغانستان د سولې مشورتې لويې جرګې، د 400 طالب زندانيانو خلاصون تاييد کړ او پر اوربند يې د ټينګار تر څنګ د يادو زندانيانو د خلاصون په صورت کې د سولې پر مستقیمو مذاکراتو د پیل کیدو پریکړه وکړه

د افغانستان جمهور رئیس د یادې جرګې په وروستۍ ورځ د جرګې غړو او ګډونوالو ته په خپله اختطامیه وینا کې وویل چې د جرګې د پریکړې سره سم به د 400 بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړي

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې که سوله راغله اول مزار ته ځي کور کې یوه شپه هم نه کوي، غني وویل قرار کور کې کینی او کتابونه لیکي او عبدالله وایي کارونه به سمبال یې کړي.

د دغو لوړ پوړو چارواکو له خبرو وروسته ګڼو افغانانو په ټولنیزو شبکو کې د خپلې خوښې سیمې ته د تګ په اړه نظرونه څرګند کړي او افغانستان یې د طبیعي ښکلاګانو ځای یاد کړی خو جګړه یې د دې هیواد د بدرنګۍ سبب

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG