افغان طالبانو ویلي چې د دوی یو ځانمرګي بریدګر، په غزني ولایت کې د اېن ډي اېس (افغان استخباراتي ادارې) په یوې شعبې باندې حمله کړې او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
دا چاودنه نن د ګل/دوشنبې په ورځ شوې او طالبانو ویلي چې په دې حمله کې په بمونو بار د هاموې (امریکایي زغره لرونکی پوځي ګاډي) نه کار اخیستل شوی دی.
په غزني کې د اېن ډي اېس دا شعبه د اسلامي ثقافت د مرکز څنګ ته موقعیت لري، او افغان چارواکو بیا د پېښې نه وروسته وویل چې طالبانو د اسلامي ثقافت په مرکز برید کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین پرخپل ټویټر لیکلي چې د غزني په برید کې کم از کم نهه (۹) کسان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري بیا اېسوسي اېټیډپرېس خبري ادارې ته وویل په حمله کې د استخباراتي ادارې ۴۰ نور غړي زخمیان شوي دي چې د اتوو کسانو حالت پکې د تشویش وړ دی. هغه وویل دغه اته کسان کابل ته منتقل کړی شوي دي.
عارف نوري وویل ځانمرګي حمله کوونکي غلا شوی هموي (امریکایي زغره لرونکی پوځي ګاډی) چلوولو او د استخباراتي ادارې په دروازه یې چاودنه وکړه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حملې ذمه واري ومنله. ای پي وايی د غزني ولایت زیاتره کلي واله سیمه د طالبانو د ولکې لاندې دي او په نژدې کلونو کې یې په ولایتي مرکز چې هم د غزني په نوم یادیږي د لږ وخت دپاره قبضه کړې وه.
د یو بل خبر له مخې، افغان چارواکو ویلي چې طالبانو د غزني په جغتو ولسوالۍ کې پنځه تنه وژلي او بیا یې مړیو ته اور اچولی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي چې طالبانو د جغتو په قیاق دره کې د اتوار په ورځ پر یو شخصي ګاډي چې درې غیرپوځي او دوه پولیس پکې سپاره و، برید کړی، هغه پنځه کسان یې په ډزو وژلي، او بیا یې مړي ورته سوځولي دي.
طالبانو د دې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
ای پي وايي په غزني کې طالبانو په داسې حال کې حمله کړې ده چې یوه ورځ وړاندې افغان صدر اشرف غني او د هغه حریف عبدالله عبدالله د خپلو اختلاتو د ختمولو او د واک شریکولو دپاره معاهده لاس لیک کړه.
د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمخنځ د سولې معاهده د لاس لیک کیدو وروسته ټاکل شوي وه چې د افغان حکومت او د طالبانو په شمول بین الافغاني مذاکرات به شروع شي خو د څیړونکو په نظردغه بهیر د صدر اشرف غني او د عبدالله عبدالله د اختلافات له امله ځنډېدلی و.
د دواړو د لوظنامې وروسته د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د اشرف غني او د عبدالله عبدالله سره په ټېلې فون خبرې وکړې او د دوی ترمنځ د مفاهمت ستاینه یې وکړه. خو مایک پامپېیو بین الافغاني مذاکراتو کې په ځنډ د افسوس څرګندونه وکړه او ویې وېل په دې لړ کې د وخت زیان شوی دی.
تیره هفته د کابل د ماشومانو په یو هسپتال حمله کې ۲۴ کسان او په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو حمله کې ۳۲ کسان ووژل شو. داعش د ننګرهار د حملې ذمه واري منلې ده.
د دغو حملو وروسته صدر اشرف غني افغان امنیتي عسکرو ته د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف د حملو امر وکړو. د امریکې د طالبانو د امن معاهدې نه وروسته افغان امنیتي ځواکونو دفاعي دریځ خپل کړی و.
د ای پي ترمخه طالبانو وویل د غزني حمله یې د افغان حکومت د دوی په ضد د جنګ د اعلان په ځواب کې کړې ده.