لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت يو مرکچي وايي طالبانو سره خبرو کې په دوو ټکو اختلافات موجود دي


د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړي مولوی عطاالله لودین په یوه مرکه کې یوه لانجمنه مسئله د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه یاده کړه.
د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړي مولوی عطاالله لودین په یوه مرکه کې یوه لانجمنه مسئله د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه یاده کړه.

د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ په دوو ټکو اختلاف ددې لامل شوی چې تر اوسه د خبرو طرزالعمل ځڼدیدلی.

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، چې په قطر کې په روانو بین‌الافغاني خبرو کې د دوو ټکو په اړه اختلاف موجو دی ، چې حنیفي فقه او بل د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقه ده.

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړي مولوی عطاالله لودین په یوه مرکه کې، چې د افغان مرکچي پلاوي د مطبوعاتي ټیم له خوا ترسره شوي، په قطر کې د روانو بین‌الافغان خبرو د دوو اختلافي مسایلو په اړه وضاحت ورکړ.

هغه یوه لانجمنه مسئله د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقه یاده کړه.

او په خپلو خبرو کې یې وویل د امریکا او طالبانو په موافقه کې افغان دولت حاضر نه‌و، نو ځکه دوی وړاندیز کړی چې د سولې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه‌لیک او د طالبانو او امریکا د موافقې ترڅنګ له امریکا او ناټو سره د افغان حکومت موافقه دې هم اساس وګرځول شي.

دی وايي،طالبان ټینګار کوي چې بین‌الافغان خبرې اساساً د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې پر بنسټ پیل شوې دي، نو باید د ټولو مذاکراتو اساس هم وي.

یوه بل ټکی چې طالبانو ویلي چې د خبرو اساس باید حنفي فقه وي، خو ښاغلی لودین د افغان دولت د مرکچي پلاوي په استازیتوب وايي چې دا وړاندیز له پیله طالبانو کړی و او د دولت پلاوي د اختلافي ټکو د حل لپاره د دیني عالمانو د پرېکړو غوښتنه کړې وه.

لودین وايي چې په هېواد کې دننه د جمهوري نظام په رڼا کې د جعفري مذهب په ګډون د ټولو اقلیتونو حقوق خوندي دي، نو یوازې د حنفي فقهې په اساس د اختلافونو حل کافي نه ‌دی.

هغه زیاتوي ((په حقوقو لحاظ باید موږ یوه مبنأ ولرو، او ددې مسلې په اړه هم لومړۍ دوی پشنهاد وکړ، چې د اختلاف په صورت کې په قضایاوو کې فیصله وکړي ، وه هغه مهال چې خبرې مو کولې دې مادې ته اړتیا نه ‌لیدل کېده، خو وړاندیز یې دوی وکړ چې دوی دا وړاندیز وکړ موږ ومنله چې که په خبرو کې اختلاف راځي، نو دا د علماوو یوه پلاوي ته به‌یې حواله کوو. شک نه‌شته چې د افغانستان قاطع اکثریت د حنفي فقهې پیروان دي، نو د دې لپاره چې اختلاف رانه‌ شي موږ د اساسي قانون پر بنسټ د اهل تشیع د شخصي احوال مسئله یاده کړه. ))

سیاسي شنونکي وايي، چې طالبان ځکه داسې مسائل مخکې کوي ، چې دوی غواړي ددې اختلافي ټکو په مقابل کې امتیاز واخلي ، خو زیاتوي چې امریکا او نړیوال هیوادونه به پرینږدي ، چې اختلافي ټکي ډیر دوام وکړي او مذاکرات وځڼډیږي.

سیاسي کارپوه نصرت الله حقپال د امریکا غږ ډیوه راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه : ((دا مسایل د امتیاز ګیرۍ په خاطر دي ، ددې لپاره دي چې مقابل لوری د مېز پرسر په داسې چوکاټ کې راګیر کړي، چې له هغه څخه تېښته ونشي کړای ،هغه که تا طالبان دا مطرح کوي او یا هم افغان حکومت. خو طالبانو پر وړاندې هم افغان حکړمت عکسل عملي دریځ ښودلی کله چې دوی د حنیفي فقې او امریکا سره د تړون مسایل مطرح کړل ،طه فکر کوم چې دا به ډیر زیات دوام ونه کړي ، ځکه دې وخته چې کوم مسایل رارسیدلي د بهرنیانو په تشویق او هڅو شوي نو هغوی نه پریږدي چې دا مسایل وځڼډيږي.))

یوه ورځ مخکې له دې مرکې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي خیرالله خیرخواه په یوه مرکه کې ویلي وو چې طالبان د شیعه‌ګانو او نورو دیني او مذهبي اقلیتونو د حقونو له خوندیتوب سره مخالف نه ‌دي، خو زیاته یې کړه چې د دې مسایلو په اړه د اساسي قانون د تعدیل په اړه په احتمالي خبرو کې بحث کېدای شي.

د افغان حکومت د مذاکراتي ټېم غړي او ویاند نادر نادري هم په خپل ټویټر لیکلي تېره شپه دواړو لورو د اختلافي مسائلو د هواري په اړه ناسته او بحثونه شوي دي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې په یاده ناسته کې بیا هم د کاري اصولو د طرالعمل اړوند موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG