لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت او د طالبانو خبرې د ځنډ ښکار شوي، د سولې عالي شورا وايي 


په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو خبر د امریکې او طالبانو د امن معاهدې نه پس شروع شوي. دغه معاهده امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرکچي ملا عبدالغني بردار دستخط کړې ده
په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو خبر د امریکې او طالبانو د امن معاهدې نه پس شروع شوي. دغه معاهده امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرکچي ملا عبدالغني بردار دستخط کړې ده

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، چې په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې له ځنډ سره مخامخ شوې دي.

رسنيو يوه هغه طرحه تر لاسه کړې ده چې د سولې خبرو له بريا وروسته د لنډمهاله حکومت د جوړېدو لپاره چمتو شوې ده؛ سياسي واک د طالبانو او حکومت منځ کې ۵۰ - ۵۰ سلنه وېشل شوی دی.

تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تحريک د دغه طرحې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال، تازه څرګندونو کې ویلي دولت یا لنډمهالې ادارې په بیړنیو شرایطو او سیاسي تشه کې مطرح کېږي. نن سولې ته د رسېدو لپاره لنډ‌مهالي دولت ته په هیڅ توګه اړتیا نه لیدل کیږي.

په داسې مهال چې امریکا هم افغانستان کې د موقت حکومت په راتګ مخالفت ښودلی.

د رویټرز خبر په اساس دوحه کې د سولې مرکچیانو خبرې درولي او دې ته په تمه دي چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، چې په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې له ځنډ سره مخامخ شوې دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د دواړو خواو ترمنځ د خبرو ځنډ مني خو په خبرو کې د ځنډ علتونه یې نه دي په ګوته کړې، نوموړي په دې تړاو څرګنده کړې ده چې د دولت مرکچي پلاوی د افغانانو ترمنځ خبرو ته چمتوالی نیسي او په دې برخه کې په خپلو منځونو کې په خبرو بوخت دي.


رسنيو يوه هغه طرحه تر لاسه کړې ده چې د سولې خبرو له بريا وروسته د لنډمهاله حکومت د جوړېدو لپاره چمتو شوې ده؛ سياسي واک د طالبانو او حکومت منځ کې ۵۰ - ۵۰ سلنه وېشل شوی دی.

دغه طرحه کې د نوي حکومت نوم د سولې حکومت يا اسلامي حکومت ښوودل شوی دی، تر هغې به دوام کوي چې د ټاکنو له لارې افغانستان کې يو اسلامي حکومت جوړ شي.

تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تحريک د دغه طرحې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

خو د جمهور رئیس دوهم مرستیال، محمد سرور دانش وایي "اساسي قانون تعدیل د هغه د لغوه کېدو په معنا نه دی. دولت یا لنډمهالې اداره په بیړنیو شرایطو او سیاسي تشه کې مطرح کېږي. نن سولې ته د رسېدو لپاره لنډ‌مهالي دولت ته په هیڅ توګه اړتیا نشته."

يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمي خليلزاد له يو شمېر سياسي څېرو او حکومتي کسانو سره د اوسني حکومت په اړه درې طرحې شريکې کړې دي خو ولسمشر ته يې ځکه وړاندې نه شوې کړی، چې ولسمشر ور سره لېدنه رد کړه.

د سرچينو د مالوماتو پر اساس، د اوسني حکومت پاتې کېدل او طالبان په کې مدغم کول؛ د طالبانو په يو سياسي نظام کې د اوسني حکومت مدغمول او درېيمه طرحه دا چې د اوسني حکومت پر ځای د يو لنډمهاله حکومت جوړول؛ د زلمي خلیلزاد درې طرحې دي.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ولسمشر غني ننګرهار ولايت ته د خپل سفر او له سي اِن اِن تلويزيون سره په خپلې مرکې کې ويلي وو، چې واک به د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستې ته خوشی کوي.

د سیاسي شنونکي هدایت الله پکتین په خبره د جګړې دغه اوږد کړکیچ باید د سولې له لارې حل شي.

پکتین وایي" که سیاسي جوړجاړي ته رسیږو نو باید د موقت حکومت سرپرست حکومت او یا هم د هغه بدلون شاهد شو چې د جنګ ښکیلو خواوو ته د منلو وړ وي.

افغانستان کې د امریکا سفیر راس وېلسن وايي، امریکا په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت پلوې نه ده.

نوموړی په خپل رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، " خلیلزاد او ما له افغانانو سره خبرې کړي دي او په دوحه کې د سولې د خبرو د لا زیات ګړندي کېدو لپاره خپلو خبرو ته دوام ورکوو".

ولسمشر غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر اوربند هوکړه وکړي. ولسمشر غني چې نن یې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د درېیو مهمو پروژو د پرانیستې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي.

په همدې حال کې روېټرز خبري اژانس د دواړو لورو د سرچینو په حواله ویلي، دوحه کې د سولې مرکچیانو خبرې درولي او دې ته په تمه دي، چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.

ولسمشر داسې مهال له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده چې طالبان تر دې دمه د حکومت دا غوښتنه نه مني او د معلوماتو له مخې د اوربند خبره د طالبانو د اجنډا په پای کې ده، خو افغان حکومت تر هر څه وړاندې د اوربند غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG