لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروردانش : په افغانستان کې د سولې طرحه باید چې مو په شا بونځي


له افغانستان څخه شوري اتحارپوځیانو د وتلو کلیزې په لمانځ غونډه کې دمشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار په هیواد دننه دسولې په پروسه کې په هغږۍ ټینګار وکړ
له افغانستان څخه شوري اتحارپوځیانو د وتلو کلیزې په لمانځ غونډه کې دمشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار په هیواد دننه دسولې په پروسه کې په هغږۍ ټینګار وکړ

دجمهور رییس محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش ویلي افغان حکومت، ولس او سیاسي مشران په دې باور دی چې دافغانستان دولت له حضور پرته د سولې پروسه هدف ته نه شي رسیدلی.

دانش له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو وتلو د ٣٠ کلیزې د لمانځغونډې پرمهال دسولې په پروسه کې له ښکیلو غاړو غوښته وکړه چې دسولې داسې پروسه چې دافغانستان دحکومت رسمي استازو له ګډون پرته جوړیږي تعقیب نه کړي.

دانش وویل "دسولې هرډول طرحه نه باید په داسې بڼه مدیریت شي چې مونږ شا ته تګ وکړو،دسولې پروسه نمګړې پاتې شي او له صفر څخه پیل وکړو."

سروردانش طالبانو ته په خطاب کې وویل هغوی چې زمونږ اساسي قانون دغرب کاپي ګڼي هیڅ ګیله نه لرو په داسې حال کې چې دهغوی هویت له بهرنیانوسره تړلی اودهغوی پالیسۍ لري.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دې دستورې په وینا کې وویل چې ترهګرۍ یوه منفوره په دې ده او په هیڅ مذهب کې مشروعیت نه لري او دنړۍ په هرګوډ کې چې ترسره کیږي دغندنې وړدی.

عبدالله وویل "باید په یوغږ سره ووایو ترهګرۍ چې ترهرنوم او عنوان لاندې ترسره کیږي محکوم دی او دښه او بد ترهګرۍ ترمنځ توپیر ونه شي،ترهګري دسرطان ناروغي ده او جرړې باید وویستل شي."

له افغانستان څخه شوري اتحارپوځیانو د وتلو کلیزې په لمانځ غونډه کې دمشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار په هیواد دننه دسولې په پروسه کې په هغږۍ ټینګار وکړ او وې یې وېل "هغه دوستان چې له حکومت سره دخبرو کولو علاقمندي نه لري او کوشش کوي چې له طالبانو او نورو سره دافغانستان په نمایندګي خبرې کوي دافغانستان دملت سپکاوی دی او پایلې به هم ډیرې سختې وي."

دا په داسې حال ده چې په دې وروستیو کې دافغانستان ګن شمیر سیاسي مشرانو دافغان حکومت د رسمي پلاوی د شرکت نه بغیر دطالبانو له استازوسره په مسکو کې دوه ورځنۍ ناسته ترسره کړه او په کې دافغان سولې په تړاود بحث کولو څخه وروسته ګډه اعیلامیه هم خپره شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG