لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دا د کابل په یو لوبغالي کې د لوبې په رنګ وه: نوین الحق


Naveen ul haq Afghanistan U19 captain
Naveen ul haq Afghanistan U19 captain

د افغانستان د کرکټ ۱۹کلنې ملي لوبډلې کپتان د پاکستان پرضد د نړیوال جام یا کپ لومړۍ لوبه ګټلو وروستو ویلي ٫٫ داسې ښکاریده لکه د کابل په یو لوبغالي (ګراونډ) کې لوبه کوو.٬٬

په دغه لوبه کې د مینه والو د ګډون په اړه ښاغلي نوین الحق اي اېس پي این کریک انفو ته ویلي ٫٫ په دومره لویه شمیره کې د لوبې کتونکو راتګ او بیا ټوله لوبه کتل ډیره د خوشحالۍ خبره ده. مونږ ته معلومه وه چې د لوبې ګټلو وروستو به ټول مینه وال لوبغالي ته راځي، دغه ډیره د خوشحالۍ لمحه وه.٬٬

یاده دې وي چې نوین الحق د لوبې په شورو کې د پاکستان دوه لوبغاړي وسوځول او د پاکستان ۱۹کلن لوبډلې مډل ارډر یې ډیر کمزوری کړو.

دغه ویب پاڼې ته د افغانستان کرکټ منیجر نوید صایم ویلي ٫٫ په افغانستان کې کرکټ یواځېنی کار دی چې ټول خلک رایو کوي او خوشحالوي.٬٬

هغه زیاته کړې ٫٫ مونږ دا دعوه نه کوو چې مونږ تر ټولو خه لوبډله یو، خو دا وارې د لوبغاړو باور ډیر دی. دوي د یوې میاشتې راهسې دلته په نیوزي لینډ کې د یوې کورنۍ په شان لوبه کوي او په دې ټورنامنټ کې دا زمونږ خه شورو ده او دې سره به زمونږ قوت نور هم سېوا شي.٬٬

د افغانستان کرکټ بورډ منیجر صایم زیاته کړې دغه لوبه په ټي وي چېنلو نیغ په نیغه نه ښودل کیده نوځکه زیات تره خلکو دغه لوبه په انټرنیټ یا ان لاېن کتله. د ښاغلي صایم په وینا ٫٫ د بورډ چېرمین، د افغانستان وزیراعظم عبدالله عبدالله هم دغه لوبه ان لاین کتلې، او د لوبې وروستو يې دوي ټولو مونږ ته د خوشحالۍ پیغامونه رالیږل چې زمونږ لپاره لویه خوشحالي وه.٬٬

د افغانستان د کرکټ ١٩ کلنې ملي لوبډلې د نړيوال جام د پيل په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه. د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو په ګډون د کرکټ نړيوال جام پنځوس اووريزې سيالۍ نن (شنبه) نيوزي لينډ کې پيل شوې.

د لوبو په لمړي پړاؤ کې دپاکستان اؤ افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمینځ سیالي وشوې. ددغه سیالیو ټاس یا پچه پاکستان وګټله اؤ لمړی یې خپله بیټنګ یا توپ وهنه وکړه. پاکستان لوبډلې په ۴۸ اوورونو کې ۱۸۸ منډې جوړې کړې. د افغانستان ١٩ کلنو له لوري عظمت الله عمرزي او قيس احمد درې، درې لوبغاړي، نوين الحق دوه، ظاهر خان او نثار وحدت يو يو لوبغاړي وسوزول.

افغانستان دپاکستان لخوا ورکړل شوی هدف په ٤٨تم اوور کې د پنځوؤ لوبغاړو په سوزېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله. د دوى له لوري دروېش رسولي په زړه پورې لوبه وکړه او ٧٦ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې. دغه راز اکرام علي خېل ٤٦، رحمان الله ګربز ٣١ او نثار وحدت ١٩ د پام وړ منډې جوړې کړې. دروېش رسولي د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG