پينټاگون ددې خبرې پخلى کړى دى چې تيره ورځ د افغانستان په جنوبي ولایت قندهار کښی دبمي چاؤدنو له امله وژل شوي 8 عسکر امريکايان وؤ.
دپينټاگون وياند کرنل ډيو ليپن وئيلي دي چې دغه عسکر دزيارت په ورځ دقندهار په شرودک اولسوالۍ کې پرله پسې دوؤ بمي چاؤدنو کې وژل شوي دي.
دسرحدي پوليسو يو مقامي کمانډر تفسير خان خوگياڼي ددغه پيښې په حقله وئيلي دي چې بريد هاغه مهال ترسره شوى کله چې دپاکستان دپولې څخه تقريباً شل کلو ميټره لرې ائتلافي او افغاني ځواکونه په گزمه بوخت. په دغه چاؤدنو کې دوه افغاني پوليس هم وژل شوي دي.
پوليس کمانډر وويل چې کله عسکر يو کنټينر ته نزدې شول په هغې کې دننه ايښودل شوي بارود والوتل او يوه درنه چاؤدنه وشوه. طالبانو ددغه بريد ذمه واري په غاړه اخستې ده.ددغو عسکرو دوژل کيدو سره سخ کال په افغانستان کې دوژل شوؤ بهرنيو عسکرو شميره 199 ته رسيدلې ده، چې پکې 148 امريکايان دی.
تير کال په افغانستان کې ټول 711 بهرني عسکر وژل شوي وؤ.
دا تازه برید ديوې مياشتې راهسی دنيټو په پوځونو ترسره شوى تر ټولو خونړى بريد ؤ. تیره میاشت په کابل کې رامينځته شوې پيښه کې يو افغان پائيلټ په پوځي اډه کې په پوځيانو ډزې کړې وې چې پکې 8 امريکائي پوځيان او يو مقامي عسکر وژل شوي وؤ.
قندهار کښی په بمي چاؤدنو کې 8 امريکائي پوځيان وژل شوي دي

پينټاگون ددې خبرې پخلى کړى دى چې تيره ورځ په جنوبي افغانستان کې دبمي چاؤدنو له امله وژل شوي 8 عسکر امريکايان وؤ.