لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر کرزۍ به د صدر اوباما سره د جمعې په ورځ لیده کاته کوي


صدر براک اوباما او افغان صدر حامد کرزۍ
صدر براک اوباما او افغان صدر حامد کرزۍ
د امریکې په دوره د افغانستان صدر حامد کرزۍ به د جمعې په ورځ واشنگټن کې د خپل امریکائي هم منصب صدر براک اوباما سره لیده کاته کوي.
سپینې ماڼۍ ویلي افغانستان کې افغان ځواکونو ته د امنیت ذمه وارۍ سپارلو او د امریکې او افغانستان ترمنځ د همکارۍ زیاتولو په موضوع د خبرو اترو د پاره صدر براک اوباما د صدر حامد کرزۍ او د هغه ډلې ته سترگې په لاره دی. دغه غونډه به د جمعې په ورځ کولی شي.
صدر حامد کرزۍ د گل په ورځ په درې ورځني سفر رسیدلی دی. افغان او امریکائي چارواکو ویلي د ښاغلي کرزۍ امریکې ته د سفر په مهال به دواړه هیوادونه افغانستان کې د انتقال، جنگ ځپلې هیواد کې د امن او سولي په کوششو، د افغان امنیتي ځواکونو د تربیي او د وسلې رسد تر سنگ په اقتصادي او سیاسي همکارۍ مزاکرات کوي.
افغان صدر د واشنگټن سفر په داسې مهال کوي چې امریکائي چارواکې د کال ٢٠١۴ ورستو افغانستان کې د ځواکونو پرځائې ساتلو په موضوع غور کوي.
دسپينې ماڼۍ څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې کال ٢٠١۴م کې چې کله افغانستان څخه ټول غيرملکي پوځيان بيرته لاړ شي امريکا ددغه هيواد څخه دخپل پوځ په مکمله توگه دراويستو يا دځينو عسکرو دغلته دپاتې کولو پشان په معاملو غور کوي.
امريکا او افغانستان دامنيت په حواله دداسې ددوه اړخيزه تړون په بيلا بيلو اړخونو خبرې اترې کوي چې پکې ٢٠١۴م څخه وروستو افغانستان کې دامريکائي پوځ دموجودگۍ معامله هم شامله ده.
ميډيا کې مخې ته راغلو اوسنو رپورټونو کې امريکائي چارواکو دنوم نۀ څرگندولوپه شرط وئيلي دي چې صدر براک اوباما ته دامريکائي پوځي کمانډرانو لخوا دا تجويز ورکول کيږي چې افغانستان کې ٢٠١۴م څخه وروستو هم دشپږو زرو څخه تر ٢٠ؤ زرو امريکائي پوځيان وساتلى شي.
خو رپورټونه وائي چې سپينه ماڼۍ افغانستان کې دزيات پوځ پځايې نسبتاً دکم پوځ په ساتلو غور کوي، خواؤشا درې زره پوځي دستې، دغه پوځي دستې به افغان پوځيانو ته دالقاعده څخه دبچ کيدو او افغان خاوره دترهه گرۍ لپاره دکارول کيدو څخه مخنيوي لپاره تربيت او مدد ورکوي.
داوباما انتظاميې سينئر چارواکي وائي چې اوس مهال افغانستان کې دکمو پوځي دستو دتعيناتۍ نه لويه پوښتنه دغلته دامريکائي هدفونو دپوره کيدو ده.
بين روډز داوباما انتظاميې ډپټي نيشنل سيکورټي ايډوائزر دى، هغه وائي صدر اوباما دغه معاملې ته افغانستان کې ديو خاص حد پورې دپوځي دستو دساتلو په صورت کې نۀ گوري، دافغانستان او امريکا ترمينځ دامنيت په اړه ددغه اړونده تړون مقصد افغانستان کې دپوځي دستو دتعيناتۍ نۀ بلکې افغانستان دالقاعده داستعمال څخه بچ کول او افغان پوځيانو ته په دې حواله تربيت ورکول دي.
تير کال افغانستان څخه د٣٠٠٠٠ؤ پوځيانو دواپسۍ وروستو اوس افغانستان کې ٦٨٠٠٠ پورې امريکائي پوځي دستې موجودې دي او دمنصوبې ترمخه افغانستان څخه بۀ دسږکال تر اخره په تدريجي ډول پوځيان بيرته راغوښتل کيږي، چې له دې وروستو به دافغانستان انتظام افغان عسکر سمبالوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG